د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مذاکراتو د اجنډا جوړولو لپاره ګډه کمېټه ټاکل شوې


د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت مرکچي پلاوی وايي چې د سولې د خبرو د مقدمې او کړنلارې له جوړېدو وروسته ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د دغو مذاکراتو د اجنډا د جوړولو پر سر کار پیل شي.

د دغه پلاوي غړي نادر نادري د پنجشنبې په ورځ ډیسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) وویل چې تېره ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو مرکچي پلاو په یوې ګډې غونډه کې د اجنډا د جوړولو پروسې پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

هغه وویل: "تصمیم ونیول شو چې د دواړو خواو له طرفه یوه ګډه کاري کمېټه خپل کار د شنبې په ورځ پیلوي چې د اجنډا پر جزئیاتو او عناوینو باندې بحث وکړي او یوه مسوده ترتیب کړي".

نادري زیاته کړه چې د اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو او حکومت اساسي غوښتنه ده او په دې اړه به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره بحث وکړي.

د بین‌الافغاني مذاکراتو د کړنلارې پر سر له توافق وروسته تیره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې اوس افغانان په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ او د اوربند د ټینګېدو په تمه دي.

د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۲ په قطر کې پیل شول او دواړه خواوې تیره ورځ د دغو مذاکراتو د کړنلارې پر جوړولو توافق ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG