د لاس رسي وړ اتصالات

په هسپانیا کې یو سړي ۸۰زره بوتله شراب توی کړي


تصویر د دغې پېښې نه دی بلکې له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د دغې پېښې نه دی بلکې له ارشیف څخه اخیستل شوی

په هسپانیا کې په یوې بېسارې پېښې کې یو کس یوې شرابخانې ته ننوتی او ۶۰زره لیتر اعلی درجه «سره شراب» یې په ځمکې اړولي‌ دي.

د شراب جوړولو دغې فابریکې ویلي‌ دي د تویو شویو شرابو اندازه ۲.۷ میلیون ډالرو ته رسیږي.

امنیتي کیمرو کې ښودل کېږي،‌ چې خولۍ په سر یو کس د «سیپا۲۱» په نوم شرابخانې ته داخلېږي او د شرابو د بیلرونو نلونه او سرونه خلاصوي.

دا پېښه دوې ورځې مخکې شوې ده او د تویو شویو شرابو اندازه ۸۰زره بوتلونه کېږي.

د دغې فابریکې یو مسئول هوزي مورو وویل چې د دغه کس اصلي هدف فابریکې ته زیان رسول وو،‌ ځکه چې غلا یې نه ده کړې. هغه وايي چې دا کار د نفرت او کینې له مخې شوی دی.

نوموړي وویل چې دا کس په فابریکې کې بلد و او پوهېده چې د شرابو د بیلرونو نلونه څنګه خلاص کړي.

د شرابو دغې فابریکې پولیسو ته شکایت کړی او په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG