د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان کې د شرابو لومړنی پلورنځی پرانیستل کیږي


د شرابو یو پلورنځی (عکس: ارشیف)
د شرابو یو پلورنځی (عکس: ارشیف)

په سعودي عربستان کې باخبره سرچینې وايي چې په پایتخت ریاض کې د شرابو د لومړني پلورنځي پرانیستلو ته تیاری روان دی چې یوازې پر بهرنیو غیر مسلمانو دپلوماتانو به شراب پلوري.

رسنیو ته په رسېدلي یو سند کې راغلي چې پیرودونکي باید د موبایل د یو اپلکیشن له لارې د بهرنیو چارو وزارت تائید ترلاسه کړي او کولای شي چې هره میاشت یوازې تر یوې ټاکلې اندازې شراب وپیري.

دا اقدام د سعودي د شهزاده محمد بن سلمان د هغو هڅو برخه ګڼل کیږي چې غواړي د سعودي عربستان محافظه کاره ټولنه د نړیوالو سیلانیانو او سوداګرۍ دپاره پرانیزي.

د محمد بن سلمان د "۲۰۳۰ پلان" د عربستان دپاره د عاید داسې سرچینې لټوي چې د تیلو د زیرمو د وچېدو په صورت کې هېواد ورباندې تکیه ولري.

د شرابو دغه پلورنځی د ریاض په دپلوماتیکه سیمه کې پرانیستل کیږي چیرې چې سفارتونه ځای لري او دپلوماتان پکې اوسیږي، او یوازې غیر مسلمانان به ورڅخه شراب پېرلی شي.

د رسنیو له خوا په ترلاسه شوي سند کې دا نه دي ویل شوي چې ایا د دپلوماتانو سربیره په سعودي عربستان کې میشت غیر مسلمان کډوال به دې پلورنځي ته لاسرسی ولري او که نه. په سعودي عربستان کې میلیونونه کډوال ژوند کوي، او ډېری یې اسیايي او مصري مسلمان کارګران دي.

سرچینې ویلي، ټاکل شوې چې دغه پلورنځی په راتلونکو څو اونیو کې پرانیستل شي.

په سعودي عربستان کې د شرابو پر څښلو بندیز دی او سرغړونکي د دورو وهلو او زنداني کیدو ترڅنګ له دغه هېواد څخه شړل کیدی شي.

تراوسه په سعودي عربستان کې شراب یوازې د دپلوماتیکې پوستې له لارې او یا په تور بازار کې ترلاسه کیږي. د سعودي حکومت په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د سعودي دولتي رسنیو دا اونۍ راپور ورکړ چې حکومت په دپلوماتیکو انتقالاتي توکو کې د شرابو پر لیږد نوي محدودیتونه وضع کوي. اټکل کیږي چې د حکومت له دې اقدام سره په سعودي کې د شرابو د نورو پلورنځیو پرانیستلو ته اړتیا زیاته شي.

سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې پر ښځو د حجاب او په عامه ځایونو کې د ښځو او نارینه و د جلا کولو په څېر ټولنیز قوانین نرم کړي دي.

د محمد بن سلمان د واک له زیاتېدو سره، په وروستیو بدلونونو کې سعودي عربستان ته د غیرمسلمانو سیلانیانو جذبول، د موسیقۍ کانسرتونو او د ښځو موټر چلولو ته اجازه ورکول شامل دي.

د هغه د ۲۰۳۰ کال د پلان له مخې، هڅه کیږي چې په سعودي کې داخلي محصولات پیاوړي او د لوجیستک په برخه کې یې په سلګونو زره خلک په دندو وګومارل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG