د لاس رسي وړ اتصالات

ښایي په ۲۰۲۱ کې هم د المپیک لوبې ونشي


د المپیک د نړیوالې کمیټې رئیس تامس بک، وایي که چیرته د کروناویروس په وجه په ۲۰۲۱ کې هم د المپیک لوبې ونشي، باید دغه لوبې لغو شي.

د مارچ په میاشت کې د المپیک نړیوالې کمیټې او د جاپان حکومت په ګډه د کروناویروس د خپریدو له امله د یو کال لپاره د المپیک د لوبو د ځنډولو تصمیم ونیو چې ټاکل شوی وه د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې په توکیو کې وشي.

دا پداسې حال کې دي چې د جاپان صدراعظم شینزو ابی، ویلي دي چې د کروناویروس د کابو کیدو پرته به په ۲۰۲۱ کال کې ددغو لوبو ترسره کیدل ممکن نه وي.

په جاپان کې تر اوسه ۱۷ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او ۷۷۰ تنه ددې ویروس له وجې مړه شوي دي.

د الميبک د نړیوالې کمیټې رئیس ښاغلي بک د جاپان د صدراعظم د خبرو په تائید ویلي دي چې: "څرګنده ده او زه هم دا درک کوم ځکه تاسې نشئ کولای د تل لپاره ددې لوبو د تنظیم په کمیټه کې له دریو نه تر پنځو زرو پورې کسان وګمارۍ."

خو ښاغلي بک وویل چې د المپیک نړیواله کمیټه د راتلونکي کال د لوبو ترسره کولو ته ژمنه ده که څه هم چې د ورزشکارانو د قرنطین په څیر مختلفو سناریوګانو ته باید تیار اوسو.

هغه زیاته کړه: "تاسې نشئ کولای هر کال ورزشي پروګرامونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په سترو فدراسیونونو کې بدل کړئ. تاسې نشئ کولای چې ورزشکاران د عدم اعتماد له شرایطو سره مخامخ کړئ."

خو بیا هم هغه د ۲۰۲۱ کال د لوبو د راتلونکي په اړه وویل: "مختلفې سناریوګانې تر څیړنې لاندې دي او دا یوه ډیره مشکله دنده ده ځکه مختلف انتخابونه شته چې ترسره کول یې اسان ندي."

هغه د ۲۰۲۱ کال د المپیک د لوبو د تر سره کیدلو او یا لغو کولو په اړه پریکړه کول مخکې له وخته وګڼل او وویل چې یواځې د نړۍ د وضعیت په اړه د یو روښانه لرلید لرولو وروسته کولی شو په دغه اړه مناسبې پریکړې وکړو.

XS
SM
MD
LG