د لاس رسي وړ اتصالات

د توکیو المپیکي سیالۍ تر ۲۰۲۱ پورې وځنډول شوې


د توکیو د ۲۰۲۰ کال د نړیوال المپیک سیالۍ په رسمي توګه تر ۲۰۲۱ کال پورې وځنډول شوې.

د المپیک نړیوالې کمیټې د جاپان صدراعظم شنزو ابی او ددې لوبو سیمه ییزو تنظیمونکو پریکړه وکړه چې د کروناویروس د خپریدو له کبله د توکیو د المپیک سیالۍ د مهالویش سره سم پرمختلای نشي.

د المپیک نړیواله کمیټه وایي دغه لوبې به د ۲۰۲۱ کال د دوبي پورې وشي، خو نوم به یې د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک وي.

ټاکل شوې وه چې د نړیوال المپیک لوبې د ۲۰۲۰ کال د جولاۍ په ۲۴ د جاپان په توکیو ښار کې وشي.

د رسمي شمیرو له مخې جاپان د المپیک د لوبو په جوړولو ۱۲.۶ میلیارد ډالر لګولي دي، خو ددې هیواد د ملي ارزونې هیت وایي دغه لګښت ځه دپاسه دوه چنده دی او زیاتوي چې د لوبو د ځنډولو په صورت کې به دغه لګښت نور هم زیات شي.

د توکیو د المپیک سیالۍ د لوبغاړو، سپانسرانو، د لوبو د خپروونکو تلویزیوني کمپنیو او د نړۍ د څه دپاسه ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو د فشار په نتیجه کې وځنډیدې چې عمده عامل یې د کروناویروس خپریدل وو.

د کروناویروس نړیوال کړکیچ نه یواځې د توکیو د نړیوال المپیک سیالې، بلکه د مختلفو ورزشونو ټولې نړیوالې او ملي سیالۍ وځندولې او په میلیاردونو ډالر تاوانونه یې واړول.

XS
SM
MD
LG