د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک نړیواله کمیټه فدراسیونونو ته: د اوکرایني لوبغاړو سیالۍ په حساسیت وارزوئ


د ایټالیا په میلان ښار کې د اوکراینۍ اولها خرلان او روسۍ لوبغاړې انا سمیرنووا سبیالي
د ایټالیا په میلان ښار کې د اوکراینۍ اولها خرلان او روسۍ لوبغاړې انا سمیرنووا سبیالي

د المپیک نړیوالې کمیټې د ورزشي فدراسیونونو څخه وغوښتل چې د اوکرایني ورزشکارانو او هغو روسي ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ چې په ناپیلي توګه لوبې کوي، په حساسیت وارزوي.

د المپیک نړیوالې کمیټې دا یادونه وروسته له هغې وکړه چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ د تورې وهلو په نړیوالو لوبو کې اوکراینۍ لوبغاړې اولها خرلان د خپلې روسۍ سیالې په وړاندې بریالۍ شوه، خو د لوبې په پای کې یې د میدان د اصولو سره سم خپلې سیالې ته لاس ور نه کړ او د لوبو د حکم له خوا یې بریالیتوب ونه پیژندل شو.

اوکراینۍ اولها خرلان چې څلور ځلي یې نړیواله اتلولي خپله کړې، د ایټالیا په میلان کې پر روسي سیالې انا سمیرنووا چې په ناپیلۍ بڼه یې سیالي کوله بریالۍ شوه، خو د لوبې په پای کې یې هغې ته لاس ورنکړ او بریا یې لغو شوه. د اوکراین د تورې وهلو د ورزش فدراسیون دا پریکړه "په مطلق ډول شرمناکه" ګڼلې ده.

د اوکراین د تورې وهلو ورزشي فدراسیون مشر میخایلو الیاشیف خبریالانو ته وویل: "موږ لا دمخه خپل اعتراض نړیوال فدراسیون ته سپارلی دی." هغه زیاته کړه: "موږ پدې اعتراض سمدستي غور کولو ته انتظار باسو، ترڅو دا پریکړه لغوه شي او اولها بیرته د ټیم په سیالیو کې برخه واخلي."

۳۲ کلنې خرلان ته د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې په لوبو کې د ګډون لپاره شین څراغ ورکړل شو چې د اوکراین د سپورت وزارت خپله پخوانۍ پالیسي بدله کړه چې ددې هیواد ورزشکاران یې د روسیې یا بیلاروس د ورزشکارانو سره چې په ناپیلې توګه سیالي کوي، منع کول.

د اوکراین د سپورت وزارت دا تکتیکي بدلون ددې هیواد له خوا د پاریس د اولمپیک لوبو د بایکاټ امکانات راکم کړل.

د المپیک د نړیوالې کمیټې یو ویاند د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، "دا پریکړه به د اوکراین ورزشکارانو ته اجازه ورکړي چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي او دوی به وکولی شي د پاریس ۲۰۲۴ المپیک لوبو لپاره خپله وړتیا وښیي."

روسیې له خپلې خاورې او د بیلاروس له لارې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه، د بېجینګ د ۲۰۲۲ کال د ژمنیو لوبو د پای ته رسېدو له مراسمو څخه څلور ورځې وروسته، پر اوکراین برید وکړ چې د اولمپیک د اوربند او منشور څخه هم سرغړونه ګڼل کیږي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ددې برید وروسته پر مسکو او مینسک ورزشي بندیزونه ولګول.

خو د روان کال په لومړیو کې روسیانو او بیلاروسانو ته اجازه ورکړل شوه چې کولای شي د خپلو هیوادونو تر بیرغ لاندې نه، بلکې د ناپیلو لوبغاړو په توګه خپلې سیالي بیرته پیل کړي.

د تورې وهلو ورزش لومړنی سپورت و چې هغوی ته یې خپلې دروازې پرانستلې.

ټینس یواځنی سپورت و چې اوکراینیانو د یرغل راهیسې د روسیې او بیلاروس لوبغاړو پر وړاندې لوبه کوله. خو په سیالیو کې یې هغوی ته د لاسونو له ورکولو ډډه کړې ده.

Iد المپیک نړیواله کمیټه باید اوس په دې اړه وروستۍ پریکړه وکړې چې آیا روسیه او بیلاروس ته اجازه ورکړي چې د پاریس په ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG