د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکا عربي ملکونو ته د وسلو خرڅلاو سیمه په خط‏ر کې اچوي


د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف په امریکا تور لگولی دی چې امریکا په خلیجي هیوادونو وسلې خرڅوي او دا دغه سیمه ډیر ژر ویجاړولی شي

د ایران د بهرنو چارو وزیز جواد ظریف د یوې عربي رسنۍ (الجزیره) سره په مرکې کې ویلي دي چې دغه سیمه په ډیره خطرناکه سیمه بدله شویده او دلته کله هم اور لگیدلې شي.

ښاغلي ظریف وویل چې د خلیج فارس سمندري لاره کوچنۍ ده او هلته د غیر ملکي سمندري بیړیو موجودیت د دغې سیمې خوندیتوب ته خطر پیښ کړیدی.

هغه زیاته کړه چې دغه سیمې ته د نورو جنگي بیړیو لیږل بیچیني رامنځته کړیده او خلک یې اندیښمن کړیدي.

جوادظریف وویل چې د امریکا جنگي کښتۍ په ١٩٨٨ کال کې د ایران یوه الوتکه ویشتلې وه چې یې پکې ٢٩٠ کسان وژلې و. هغه وویل چې دا زمونږ د تاریخ یوه د ترخو خاطرو نه ده.

د ایران د بهرنو چارو وزیر د هغې نه وروسته دا څرگندونې کړیدي چې امریکا اعلان کړی په خلیج فارس کې د خپلو متحدینو سره یو ځاې د سمندري بیړیو د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG