د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په خلیج کې د بحري ځواکونو د ایتلاف د پراخولو هڅې کوي


ایران په دغه ایتلاف کې د اسرئیل د ګډون په اړه اندېښنه ښودلې ده
ایران په دغه ایتلاف کې د اسرئیل د ګډون په اړه اندېښنه ښودلې ده

متحدو ایالتونو د جنوبي کوریا څخه غوښتي دي چې د فارس په خلیج کې د هرمز تنګي د امنیت ساتلو په ایتلاف کې شامله شي.

دامریکا د دفاع وزیر مارک اسپر دغه غوښتنه دجنوبي کوریا له دفاع وزیر "جیونګ کیونګ-دو" سره په لیدنه کې کړې ده.
ښاغلي "کیونګ-دو" خپل امریکایي سیال ته ویلي‌ دي چې دوی دا مهال د فارس په خلیج کې د بېړیو د تګ راتګ او امنیت په اړه په نورو لارو چارو غور کوي.

جنوبي کوریا لا د امریکا د دغې غوښتنې په اړه رسمي‌ دریځ‌ نه دی څرګند کړی. د فارس په خلیج کې د ایتلاف جوړولو لپاره د امریکا هلو ځلو ایران پارولی دی.

د جمعې په ورځ (اګست۸) د ایران ددفاع وزیر امیر حاتمي وویل چې دا ډول ایتلافونه په سیمه کې نا امني نوره هم زیاتوي.

برتانیا په دغه ایتلاف کې خپل ګډون تائید کړی دی، خو لا ډېر اروپایي هېوادونه په سیمه کې د کړکیچ د زیاتوالي د اندېښنو له کبله په ایتلاف کې د ګډون کولو په اړه زړه نا زړه دي.

ایراني چارواکو په دغه ایتلاف کې د اسرائیل د ګډون په اړه هم خبرداری ورکړ. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه ایتلاف کې د اسرائیل احتمالي ګډون د ایران د امنیت لپاره ښکاره ګواښ وګاڼه. اسرائیل لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG