د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سرمنشي: افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوی


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نژدې شوی دی.

نوموړي نن سې شنبه د «اګست پر ۶مه» په نیوزلند کې د «ویکتوريای ویلنګوتون» په نوم پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره بین الافغاني خبرو ته اړتیا ده، چې زلمی خلیلزاد هڅه کوي تر څو دغه مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات به په لنډ وخت کې پیل شي چې افغان حکومت به یې هم یوه برخه وي.

هغه د امریکايي او طالب استازو د روانو مذاکراتو په اړه وویل:"دا ډېره مهمه ده چې اوس مهال پر څه باندې مذاکرات کوو، کوم څه چې خلیلزاد دا مهاله طالبانو سره ورباندې خبرې کوي، هغه د وتلو توافق نه بلکې په افغانستان کې د سولې هوکړه ده."

هغه په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو روان مذاکرات د سولې رامنځته کېدو په برخه کې یو فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه چې ناټو سولې ته د رسېدو لپاره له دغه بهیر څخه ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي پر داسې مهال دا څرګندونې کوی چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره تر څو ورځنیو مذاکراتو وروسته تېره ورځ هند ولاړ.

ښاغلي خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"په کابل کې د تیرې اونۍ د ډیر ښه پرمختګ پسې، زه تیرو څو ورځو کې دوحې کې وم او پر پاتو هغو مسایلو مې غور کاوه چې له طالبانو سره یوه شونې معامله بشپړولی شي او د شرایطو په اساس، د ځواکونو وتل شونی کولی شي. موږ ډیر ښه پرمختګ کړی دی."

هغه همدارنګه ویلي، هند ته د سفر هدف یې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د نړیوالې اجماع پياوړي کول دي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون دوشنبه په تهران کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ویلي، چې د سولې د سولې په خبرو کې افغانستان باید مرکزي رول ولري.

هغه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د روانو مذاکراتو پر بهیر په انتقاد سره ویلي، چې دغه بهیر باید د افغان حکومت په مالکیت تر سره شي او نور هېوادونه باید یوازې په دغه بهیر مرستندویه رول ولري.

XS
SM
MD
LG