د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کورنیو چارو وزیر: په ایران کې شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي


د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي دي چې د رسمي شمېرو له مخې، په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

مومني د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د بې اسنادو بهرنیو کډوالو د ایستلو د پروسې له پیل راهیسې یو نیم میلیون بهرني کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ایران کې د مېشتو بهرنیو اتباعو څه باندې ۹۰ سلنه افغانان دي، چې نیمایي یې د استوګنې معتبر اسناد نلري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه وویل چې هیواد یې "د کډوالو ضد" نه دی، خو هغه زیاته یې کړه چې سرچینې او اسانتیاوې د ډیرو افغان کډوالو لپاره کافي ندي او "د هیواد شرایط موږ ته اجازه نه راکوي چې له دې څخه ډیر ومنو."

خو مومني وویل: "موږ په مجموع کې د ګاونډیو هیوادونو سره ډیر تاریخي ورته والی لرو، په ځانګړې توګه افغانستان، او له دغو خلکو اکثریت چې په ایران کې دي د هیواد په اقتصاد کې مرسته کوي او زموږ د هیوادوالو سره یوځای ژوند کوي."

مومني دا هم وویل چې په ایران کې صنعتي تولید باید د کډوالو په ایستلو سره زیانمن نشي. هغه وویل: "یقینا، اکثره کارګمارونکي کارګرانو ته اړتیا لري، نو د کار وزارت د تعریف پراساس، د کار ویزې د هغو مشاغلو لپاره ورکول کیږي چې ایرانیان هلته حضور نلري."

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې له ایران څخه د بهرنیانو ایستل د ایران په وضعیت مثبته اغیزه کړې ده.

هغه د امنیتي وضعیت د ښه والي، ډوډۍ ته د لاسرسی زیاتیدل او په ښوونځیو کې د زده کونکو د شمیر کموالی د بېلګې په توګه یاد کړ.

سږکال له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په ځانګړې توګه د اسراییل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته ګړندۍ شوې ده.

یو شمېر افغان کډوالو ویلي چې له ایران څخه د شړلو پر مهال د ایراني چارواکو او ځواکونو له نامناسب چلند سره مخ شوي دي، او ځینو یې حتی د ایراني ځواکونو له خوا د وهلو او شکنجه کولو شکایت کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) تیره اونۍ یو راپور خپور کړ چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنیدو له امله رامینځته شوي ستونزې یې په ګوته کړې، چې په ټولنو کې د دوی د ادغام په برخه کې ننګونې، بې کاري، د سرپناه نشتوالی، روغتیايي پاملرنې ته ناکافي لاسرسی، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی، او نور اساسي خدمات، د زده کړې په شمول، د لویو ستونزو په توګه یاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د زده کړې، کار او ټولنیز ژوند له حق څخه محرومې دي، او هغه افغان کډوالې ښځې چې له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې دي په ځانګړې توګه زیان منونکې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG