د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان په غزې کې د اوربند غوښتنه وکړله


د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پاکستان ته پخپل رسمي سفر کې په غزې کې د اسرائیل لخوا "نسل وژنه" وغندله او د اوربند غوښتنه یې وکړله.

ښاغلي رئیسي د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان د ولس او حکومت قدر کوي چې په غزې کې د نسل وژنې، ماشومانو قتل او ظلم په مقابل کې "تنګ شوي" او زیاته یې کړه چې د اسرائیل "صیهونیستي رژیم دا د متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو په ملاتړ" کوي.

په عین حال کې بیا د پاکستان صدراعظم په غزې کې د اسرائيل نظامي عملیاتو او فلسطینیانو پر ضد د "بي ساري ظلم" په هکله د ایران "ټینګ دریځ" وستایه.

شهباز شریف پخپلو خبرو کې د ټولو اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل چې د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د بیلا بیلو لارو څخه په غزې کې د شخړې بندولو لپاره کار واخلي.

د پاکستان مشر همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک ته په اشارې سره چې د تیرې مارچ میاشتې په ۲۵ مې منظور شو او په غزې کې یې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه کوله وویل، " آن نن، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه باندې ملنډې وهل کیږي او نړۍ پرې غلې ده".

پاکستان د نړۍ هغو هیوادونو څځه دی چې تر نن پورې یې د اسرائیل حکومت په رسمیت ندی پیژندلی او نه هم د دې یهودي دولت سره کومې مستقیمې اړیکې لري.

د ایران مشر داسې مهال پاکستان ته تللی چې د ایران پوځ تیره اوونۍ د لومړي ځل لپاره په اسرائیل په مستقیم برید کې څه د پاسه ۳۰۰ توغندي او بې پیلوټه یا ډرون الوتکې وارې کړې چې په چاودیدونکو موادو سمبالې وې.

اسرائیل ویلي چې په هوایي دفاع او نورو سیسټمونو یې ۹۹ په سلو کې دا توغندي او ډرون الوتکې شنډې کړي او ډیر لږ شمیر یې چې د اسرائیل په خاورې کې لګیدلي، زیان یې بیخې کم و.

د سټلایټ څخه ځیني اخیستل شویو انځورونو کې چې د اې پي خبري اژانس اخیستی، دا پکې ثابته شوې چې د اسرائیل ادعا سمه ده.

ایران ویلي و چې په اسرائیل دا بریدونه یې په سوریې کې د خپل قونسلګرۍ په ودانۍ د اسرائیل د برید په غبرګون کې کړيدي، چې دوه جګپوړي ایراني جنرالان پکې وژل شوي و.

د ایران – پاکستان اقتصادي همکارۍ

د ایران جمهور رئیس په اسلام آباد کې د پاکستان د صدراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دواړو هیوادونو د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراخولو موافقه کړله او پدې هم سلا شول چې په ګډه د ترهګرۍ، تنظیم شویو جنایاتو او مخدره موادو پر ضد مبارزه کوي.

د شهباز شریف دفترهم ویلي چې دواړو مشرانو د سوداګرۍ او نورو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې "ګټور بحثونه" وکړل او همدارنګه یې "د ترهګرۍ سره د مبارزې د پاره د دواړو هیوادونو د ګډو هلو ځلو پر اړتیا موافقه وکړه."

اسلام اباد ته له تګ وړاندې رئیسي ویلي وو چې "د پاکستان له حکومت سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي."

ابراهیم رئیسي ویلي چې د ایران او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او اقتصاد د همکارۍ اوسنۍ کچه نه منل کیدونکې ده او زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ کلنۍ سوداګري به په لومړي قدم کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته پورته کوي.

د ایران او پاکستان تر منځ په اوس وخت کې سوداګري تقریباً ۲ میلیارده دی او پخوا هم دواړو په عامه توګه د سوداګرۍ پراختیا ژمنې کړې وې خو نتیجه یې نه نه ورکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG