د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان موافقه کړې چې سوداګري به ۱۰ میلیاردو ډالرو ته رسوي


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (چپ) او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي (چپ) او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په مشرۍ یو پلاوي اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د حکومتي چارواکو سره په خبرو کې موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې ویلي چې ایراني پلاوي د پاکستان د جمهور رئیس اصف علي زرړداري،صدراعظم شهباز شریف، د پارلمان د دواړو مجلسونو د رئیسانو او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د دواړو هیوادنو د علاقې وړ موضوعاتو په سر خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وینا پر اساس پاکستان ته د ابراهیم رئیسي ددغه سفر پر مهال د پاکستاني حکومتي چارواکو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، علم او ټکنالوژۍ، فرهنګي[مسایلو]، د روغتیا او زیات په برخو کې د توریزم، سرحدي همکاریو، نشه يي توکو او د تروریزم سره د مبارزې ، امنیتي او قضايي [موضوعاتو] په تړاو د دواړو خواو ترمنځ خبرې شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر لیکلي چې تهران او اسلام اباد موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسمي سوداګرۍ کچه لس ملیاردو ډالرو لوړه کړي او دواړو خواو اته موافقې لاسلیک کړي دي.

د راپورونو له مخې اوس مهال د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالر ده.

د ایران جمهوري ریاست د رسنیو دفتر ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم له رئیسي سره کتلي دي.

ددغه دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:" دواړو خواو د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړتیا او په عین حال کې د سیمې د ثبات او اقتصادي هوساینې په اړه موافقه وکړه."

ابراهیم رئیسي د پاکستان د پوخ د مشر سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ همکاري کولی شي په سیمه کې د سولې اوثبات سره مرسته وکړي.

جنرال منیر هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د همغږۍ ښه کیدو باندې ټینګار کړی ترڅو د دواړو هیوادونو د ګټو پرخلاف د تروریستي اقداماتو مخه ونیول شي.

د ایران جمهور رئیس په داسې حال کې پاکستان ته تللی چې دواړو هیوادونو د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د یو بل په خارو باندې بریدونه ترسره کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG