د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د جاسوسۍ په تور دوه تنه زنداني او پنځه تنه نور نیول شوي 


ایراني چارواکو پنځه تنه اسرائیل، بریتانیا او جرمني ته د جاسوسۍ په تور نیولي او دوه نور کسان یې د "جاسوسۍ په جرم" په بند محکوم کړي دي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د سه شنبې په ورځ اګست ۱۱مه (زمري ۲۱مه) په یو مجازي خبري کنفرانس کې وویل چې په وروستیو میاشتو کې پنځه تنو ایرانیانو چې بهرنیو جاسوسي ادارو ته یې کار کاوه، نیول شوي دي.

اسماعیلي وویل چې شهرام شیرخاني د بریتانیا د استخباراتو ادارې (MI6) ته د جاسوسۍ په تور او دغې ادارې ته د یو شمیر ایراني چارواکو د جلب او جذب د هڅو له کبله په بند محکوم شوی دی.

د ایران د قضائیه قوې ویاند وویل چې شیرخاني د ایران د مرکزي بانک او د هیواد د دفاع وزارت د قراردادونو په هکله محرم معلومات بهر ته انتقالول.

همداشان د اسماعیلي په وینا مسعود مصاحب چې د ایران او اتریش د دوستۍ د انجمن د رئیس په توګه یې د اسرائیل د موساد ادارې او د جرمني د استخباراتو ادارې ته جاسوسي کوله، په لس کاله بند محکوم شوی دی.

اسماعیلي د هغو پنځو تنو په هکله چې تازه نیول شوي معلومات ورنکړل خو څرګنده یې کړه چې دغه کسان د ایران په بهرنیو چارو، دفاع او انرژۍ وزارتونو او د ایران د اټومي انرژۍ په سازمان کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG