د لاس رسي وړ اتصالات

ایران طالبانو ته: زموږ د سفارت او کونسلګریو امنیت ونیسئ 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

په کابل کې د ایران د سفارت او په هرات کې یې د کونسلګرۍ په مخکې د یو شمېر افغانانو له مظاهرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت تامین او ټېنګ کړي.

د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري۲۲) یو شمېر افغانانو په کابل کې د ایران د سفارت په مخکې مظاهره وکړه او په ایران کې یې د افغان کډوالو سره بد چلند وغنده. همدغه راز لسګونه نورو کسانو بیا په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ په مخکې مظاهره کړې او د کونسلګرۍ ودانۍ ته یې نژدې اور بل کړ. په خوست کې هم سلګونو کسانو په دې اړه مظاهره کړې ده. په دغو مظاهرو کې ښځې هم وې.

له دغو مظاهرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان له واکمنانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت ټېنګ کړي.

نوموړي وویل: «د ایران د اسلامي جمهوري د سفارت او په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې یې د کونسلګریو کامل امنیت باید تامین شي او د دغو استازولیو د باامنه فعالیت لپاره دې لازم ضمانتونه ورکړل شي.»

د ایران د ایرنا خبري‌ اژانس د ښاغلي خطیب زاده له خولې لیکلي دي چې د ایران او افغانستان ولسونه ژور تاریخي پیوندونه لري او ایران څو لسیزې د افغانانو کوربتوب کړی. نوموړي د ایران او افغانستان په ضد د «توطیه ګرو او بدخواهانو د طرحو» او پلانونو په اړه هم خبرداری ورکړی، خو مشخص یې نکړ چې دا «بدخواهان» څوک دي.

له هغه ورسته چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه او ویدیوګانې خپرې شوې، یو شمېر افغانانو یې په اړه قوي غبرګونونه وښودل او ایران یې د کډوالو سره په زور زیاتي تورن کړ.

خو ښاغلي خطیب زاده دا ویدیويي کلپونه او خبرونه «د افغانستان او ایران ډارول» بللي چې په وینا یې هدف یې «د دواړو هېوادونو د خلکو د عواطفو» پارول دي چې باید خلک اومسولان یې «هوښیار» واوسي.

په کابل کې د ایران سفارت له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو لخوا د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي معلومات بې اساسه او ناسم بللي دي. د ایران سفارت په خپل رسمي ټویټر کې دا ډول ویدیوګانو او خبرونو خپرول د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د «فتنې» او «دسیسې» د رامنځته کولو هڅه بللې وه.

په همدې ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي او په دې اړه یې ورته خپله خواشیني څرګنده کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران له سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد مشرتابه ته په ایران کې د افغان کډوالوسره د زور زیاتي د راپورونو په اړه د طالبانو د حکومت اندېښنه ورسوي.

XS
SM
MD
LG