د لاس رسي وړ اتصالات

د منځني ختیځ ځینو هیوادونو د ایران له خوا غچ اخیستونکي بریدونه غندلي دي

منځني ختيځ
منځني ختيځ

په منځني ختيځ کې یو شمېر هېوادونو د ایران لخوا بریدونه غندلي دي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د شنبې په سهار د ايران پر وړاندې د پوځي عملياتو تر اعلان وروسته، د منځني ختيځ په بېلابېلو سيمو کې چاودنې شوي دي. متحده ایالتونه په قطر، کویټ او بحرين کې پوځي اډې لري، او دغو هېوادونو راپور ورکړی چې د ايران له لوري بريدونه یې شنډ کړي دي.

د قطر د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه هېواد دوه ځله له حملو څخه د خپل سرحد دفاع کړې ده او تر لومړنۍ ارزونې پورې هېڅ ډول زیان يا تلفات نه دي ثبت شوي.

دې وزارت له خلکو غوښتي چې"له ناپېژندل شويو شیانو يا بې ځایه شيانو څخه ځانونه لېرې وساتي او په اړه یې په عاجله توګه راپور ورکړي".

په ورته وخت کې، د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت په يوې اعلامیې کې ویلي چې دغه هېواد "د ايران له لوري د باليستیک توغندیو په ګډون د يوې ښکاره حملې سره مخ شوی دی."

د دې وزارت په وينا، لږ تر لږه يو کس چې د اسيایي هېوادونو تابعيت یې درلود، د توغنديو د چرې څخه د ټپونو له امله وژل شوی دی.

ابوظبي د دې بريد غندنه کړې او ویلي دي چې د دوی هوايي دفاعي سيستمونه "توغندي په لوړ کيفيت سره اداره کوي او يو شمېر توغندۍ يې په برياليتوب سره شنډ کړي."

د دې وزارت په وينا، د توغنديو د ټوټو او چرو د را لویدلو په پېښه کې په يوه مسکوني سيمه کې ځيني مالي زيانونه اړولي.

اعلامیه زیاتوي چې"چارواکو تائيد کړې چې د متحده عربي اماراتو امنيتي وضعيت باثباته دی او ټولې اړوندې ادارې د شپې او ورځې په هره لحظه کې د پېښو څار ته دوام ورکوي".

په کویټ کې هم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د شنبې په سهار دغه هېواد د "ايران له لوري د یوې حملې هدف ګرځیدلی".

کویټ زیاته کړې چې د دې هېواد دفاعي ځواکونو حمله شنډه کړې او وایي د هېواد د هوايي فضا پر وړاندې "د سرغړونې" له کبله د ځان څخه د دفاع حق لري".

اعلامیه زياتوي: "د کویټ دولت بشپړ او قانوني حق لري چې د دې پر وړاندې د ځان دفاع وکړي، او د نړیوالو قوانينو سره سم د دغه ډول تجاوز په وړاندې د خپلو سرحدونو، خلکو او اوسېدونکو د ساتنې لپاره ټول اړين اقدامات ترسره کړي".

په متحدو ایالتونو کې د بحرين سفير، عبدالله ال خليفه، د ایکس په ټولنيزې شبکې کې لیکلي چې د دوی هېواد هغه ځایونه چې له بهر څخه پر دوي بريد شوی دی، تثبیت کړي او دا بریدونه یې"د سرغړونې ښکاره" مثال بللی.

ال خليفه زیاته کړې چې چارواکو بيړني پلانونه فعال کړي دي او د خپلو متحدانو سره په همغږۍ کې د ځواب ورکولو حق لري.

د سيمې ترټولو ځواکمن هېواد، سعودي عربستان، هغه څه غندلي دي چې د دوی په وينا " د اماراتو، بحرين، قطر، کویټ او اردن په وړاندې د ايران د تجاوز ښکاره مثال" دی.

سعودي عربستان خبرداری ورکړی چې د دې سرغړونو دوام به جدي عواقب ولري او د نړیوالو قوانينو د اصولو پر بنسټ د هېوادونو د واک او خپلواکۍ د ساتنې پر ارزښت یې ټينګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG