د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران له لوري غچ اخیستونکي بریدونه

د امریکا د متحدو ایالتونو او اسرائیل له لوري پر ایران له بریدونو ورسته، د ایران میزایلونه د بحرین، قطر، متحده عربي امارات او کویټ په لور توغول شوي چې زیاتره یې تعقیب شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، پرته له دې چې دغو بریدونو ته اشاره وکړي، په یوې اعلامیې کې "د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو، په خاصه توګه د سیمې او مسلمانو دولتونو" څخه غوښتي چې د متحدو ایالتونو او اسرائیل بریدونه وغندي.

تراوسه پورې هېڅ هېواد د ایران غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. خو سعودي عربستان د سیمې د هېوادونو په وړاندې د ایران برید غندلی دی.

د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه، ابوظبي، کې د یوې لويې چاودنې راپور ورکړل شوی.

بحرین ویلي چې د ایران تر برید لاندې راغلی او ویل کیږي چې موخه یې د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو مرکز و.

په کویټ کې هم د خطر زنګ وهل شوی. په ورته وخت کې قطر ویلي چې د ایران له لوري یو توغل شوی میزایل یې خنثې کړی دی.

د سیمه ایزو راپورونو، د عیني شاهدانو په قول او د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، د متحدو ایالتونو او د اسرائیل په بریدونو کې د تهران په ګډون، د ایران لږ تر لږه لس ښارونه په نښه شوي دي.

په ایران کې د ایسنا اژانس خبر ورکړی چې په اصفهان، قم، کرج او کرمانشاه کې پوځي مرکزونه په نښه شوي دي. دغه راز په تبریز، ایلام، خرم اباد، چابهار او کنارک کې هم د بریدونو راپورنه ورکړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG