د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: کاناډا د سیهونیستي رژیم په خاطر اړیکې خمتي کړې


ایراني مقامات وايي کاناډا ځکه پریکړه کړې چې د تهران سره دیپلوماتیکې اړیکی وشلوي چې د سهیونستي رژیم تر فشار لاندې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق رامین مهمان پرست د شنبې په ورځ وویل، تهران به د کاناډا افراطي حکومت ته کلک ځواب ورکړي.ده و نه ویل چې د تهران ځواب به څه وي.

کاناډا پرون وویل چې په تهران کې خپل سفارت تړي او ایراني دیپلوماتان د کاناډا نه شړي. خارجه وزیر جان بېرډ وویل چې کاناډا د ایران حکومت نړیوالې سولې او د ننۍ دنیا امنیت ته غټ خطر گڼي.

بېرډ ددې فیصلې په باره کې دایران د اټمي پرگرام ، په سوریه کی د نظامي مرستې او د اسرایلو د دښمني په شمول څو دلیلونه وړاندې کړل. نوموړي دغه راز وویل چې د ایران دولت د ترورستانو سرپرستي کوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې ایران ترورستي گروپونو ته پناه ورکوي او مالي ملاتړ ځیني کوي. د کاناډا حکومت نن ایران د تروریزم د قربانیانوسره د عدالت د قانون پر اساس ، په رسمي ډول په هغه لیست کې شاملوي چې د تروستانو ملاتړ کوونکي دولتونه گڼل کیږي.

رپوټونه وايي یو یاداداشت چې په فارسي ژبه لیلکل شویدی په اوتاوا کې د ایران د سفارت په دروازه لگول شویدی او وايي چې د کاناډا د حکومت د دښمنۍ ډکې فیصلې له مخې دغه سفارت وتړل شو.

د اسرایلو صدراعظم نیتیانیاهو د کاناډا پریکړه ستایلې ده او هغه یې د یو قوي مشرتابه اقدام بللی دی چې غونډې نړی ته یو کلک پیغام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د ایران د سلوک په هکله د کاناډا په اندیښنو پوهیږي. د خارجه وزارت نطاق وویل چې امریکا غواړي چې ټول هیوادونه د ایران سره اړیکې وشلوي. کاناډايي چارواکي وايي دیپلوماتان يي د تهران نه د وخته روان شویدي.
XS
SM
MD
LG