د لاس رسي وړ اتصالات

په یوې نښتې کې د ایران انقلابي ګارد اړوند درې سرتېري وژل شوي 


تصویر د بلې پېښې دی
تصویر د بلې پېښې دی

په ایران کې چارواکي وايي چې ددغه هېواد په جنوب ختیځ کې د غلو او شوکمارو سره په یوې نښته کې شپږ شوکمار او درې د نیمه پوځي ځواک غړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي د «بسیج» په نامه د دغه نیمه پوځي ځواک سرتېري د ایران د انقلابي ګارد له ځواکونو سره تړاو لري.

د ایران انقلابي ګارد په خپل ویبسایټ «سپاه» کې تېره ورځ ناوخته جنورۍ لومړۍ (مرغومې۱۱) لیکلي دي چې دا پېښه د سیستان-بلوچستان په ایالت کې د شوکمارو یو پټنځای ته نژدې شوې ده.

په پېښه کې د نیمه پوځي ځواک پنځه غړي ژوبل شوي هم دي او په دې اړه لا څوک نه دي نیول شوي.

د ایران سیستان-بلوچستان ایالت چې له پاکستان او افغانستان سره سرحد کې نژدې دی، له قاچاقبرو، بلوڅ بیلتون غوښتونکو او نورو اورپکو سره د جکړې ځای بلل کیږي.

د جمعې په ورځ د ایران انقلابي ګارد وویل هغه کسان یې وژلي چې د تېرکال د ډسمبر په ۲۵ نېټه د سیستان-بلوچستان په ایالت کې د هغوی د دوو سرتېرو په وژلو کې دخیل وو.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د نومبر په ۱۶ نېټه د دغه ایالت په سرحد کې له یوې وسله والې ډلې سره په جګړې کې هم درې پولیس ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.

په وروستیو کلونو کې د ایران د سیستان-بلوچستان په ایالت کې تر ټولو فعاله جهادي ډله «جېش العدل»‌ ده چې په یو لړ مهمو ځایونو کې یې چاودنې کړې او یو شمېر خلک یې تښتولي دي.

د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په میاشت کې په یو ځانمرګي برید کې د ایران د انقلابي ګارد ۲۷ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG