د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په ترکیې د امریکا د بندیزونو لګول وغندل


ایران په ترکیې د امریکا بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې د ترکیې د ولس او حکومت سره دریږي.
ایران په ترکیې د امریکا بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې د ترکیې د ولس او حکومت سره دریږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د پوځ د خریدارۍ په ادارې د امریکا د صادراتو په ټولو جوازونو او پورونو ورکولو بندیز ولګاوه او د دې ادارې په مشر یې هم امریکا ته د سفر کولو او دارایۍ ساتلو بندیز لګولی دی.

ایران په ترکیې باندې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو لګول غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ټویټر کې د امریکا د اقدام د غندلو تر څنګ لیکلي چې دا د نړیوالو قوانینو سپکاوی دی، "مونږ د ترکیې د ولس او حکومت سره ولاړ یو".

امریکا پدې خاطر د ترکیې د دفاع د وزارت پدې ادارې بندیزونه ولګول چې د روسیې نه یې د S-400 د هوایي دفاع سیستم اخیستی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د بندیزونو لګول به په ښکاره دا پیغام ورکړي چې متحده ایالات د روسیې د دفاعي او استخباراتي سکټور سره د پام وړ معامله نشي زغملی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې په هیواد یې د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا د امریکا لخوا ځپونکي اقتصادي بندیزونه لګیدلي، وایي د واشنګټن د دې اقدام نه څرګندیږي چې څومره ژر د بندیزونو لګولو ته مخه کوي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د اتومي موافقې نه خپل هیواد ووایست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هیوادنه دي او دا لومړی ځل دی چې امریکا خپل د ناټو یو متحده په نښه کوي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د خبرداریو سره سره چې ترکیې ته یې ویلي وو د روسیې نه د S-400 دفاعي سیستم اخیستل د ناټو د غړیتوب سره برابر ندی، انقرې بیا هم تیر کال د دې توغندیو لومړنۍ جوپه ترلاسه کړله.

XS
SM
MD
LG