د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: د جوبایډن سره په ستونزو غږیږم


د امریکا منتخب جمهور رئیس پخوا جو بایډن پخوا د ترکیې د جمهور رئیس په پالیسو انتقادونه کړي.
د امریکا منتخب جمهور رئیس پخوا جو بایډن پخوا د ترکیې د جمهور رئیس په پالیسو انتقادونه کړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د امریکا سره د خړو پړو اړیکو په هکله د منتخب جمهور رئیس جو بایډن د کاري دورې د پيل نه وروسته خبرې کوي.

د ترکیې او امریکا اړیکې وروسته تر هغې خړې پړې شوې چې ترکیې د روسیې نه د توغندیو د (ایس -۴۰۰) دفاعي سیستم واخیست. په سوریه کې د پالیسۍ اختلافات او په ترکیه کې د امریکا د قونسلګرۍ او امریکایي اتباعو نیول هغه مسايل دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې یې خړې پړې کړیدي.

ښاغلي اردوغان ویلي چې د وسلو د پېر په هکله د امریکا د حکومت څرګندونې "ښې ندي" او زیاته کړې یې ده چې د سوریې په شمال کې د هغوي (امریکا ) دریځ سم ندی.

د ترکیې جمهور رئیس ازربایجان ته د روانیدو نه وړاندې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د نوي ادارې په هکله خبرې کولې د وخت نه وړاندې دي خو بایډن پخوا د ښاغلي اردوغان په پالیسو انتقاد کړی.

ښاغلي اروغان وویل ،" کله چې ښاغلی بایډن خپل کار پیل کړي، د څو مشخصو موضوعاتو په هکله به ورسره وغږیږم. لکه پخوا مو چې د امریکا سره خبرې کړي یو ځل بیا به ورسره خبرې وکړو".

ترکیې په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې نه د توغندیو د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم واخیست چې د توغندیو د بطریو لومړنۍ جوپه یې تیر کال د جولای په میاشت کې انقرې ته ورسیده. د دې بطریو ارزښت ۲.۵ ملیارده امریکایي ډالره کیږي.

د امریکا متحده ایالات چې له پیل څخه یې د دې معاملې سره مخالفت درلود، په ترکیې یې د بندیزونو د لګلولو غوښتنه وکړله. که کانګریس په راتلونکې اوونۍ کې په ترکیې د بندیزونو لایحې منظورې کړي ښایي د بل کال په پیل کې په ترکیې دا بندیزونه شروغ شي.

خو د ترکیې جمهور رئیس د بندیزونو موضوع بې اهمیته وبلله او وې ویل، " دې ستونزو ته د حل لار په دیپلوماسۍ او خبرو پیدا کیږي. زه پدې باور یم چې پدې دوره کې به د امریکا سره مو اړیکې ډیر توپیر ولري."

XS
SM
MD
LG