د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د کرونا ویروس له کبله هرو دوو دقېقو کې یو کس مري 


په ایران کې د کرونا په ویروس اخته ناروغ تر درملنې لاندې دی
په ایران کې د کرونا په ویروس اخته ناروغ تر درملنې لاندې دی

د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې د کرونا ویروس له کبله په دغه هېواد کې په هرو دوو دقېقو کې یو کس مري.

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله ۶۰۰ کسان مړه شوي دي.

د ایران دولتي اژانس د دوشنبې په ورځ اګست ۹ (زمری ۱۸) په خپل راپور کې لیکلي دي‌ چې شفاخانې له ناروغانو ډکې دي او د نورو مریضانو لپاره ځای نشته.

په ایران کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په حکومت انتقاد کړی دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین په تطبیق کې ناغیړي کوي.

په دغه هېواد کې د ټول نفوس څلور فیصده د کرونا ضد واکسین شوی، ایران شاوخوا ۸۴ میلیون نفوس لري.

په ایران کې تر دې دمه ۴.۲ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي دي خو داسې ویل کیږي چې غیر شمېرې تر دې هم زیاتې دي.

د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په ایران کې ۴۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

ایراني چارواکي وايي په هرو دوو ثانیو کې یو کس د کرونا په ویروس اخته کیږي او په هرو دوو دقېقو کې یو کس مري.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي خپلو خلکو ته ویلي وو چې د کرونا ضد امریکايي او بریتانوي واکسینونه ونه کاروي ځکه د هغه په خبره اغیز کم او ښايي دکرونا ویروس پېښې نورې هم زیاتې کړي.

د ایران نوي ولسمشر ابراهیمي رئیسي تېره ورځ له صحي چارواکو وغوښتل چې د کرونا واکسین بهیر چټک کړي. ایران وايي د کرونا ضد واکسین یې جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG