د لاس رسي وړ اتصالات

د اسعارو بازارونو کې د ایراني تومان ارزښت په بېساري ډول لویدلی

د تهران په بازار کې د اسعارو د بیو د چټک لوړوالي په دوام د ډالر بیه نن له ۲۵۲ زره تومانو واوښته او نوی ریکارډ یې ثبت کړ.

د سرو زرو او اسعارو د بیو د معلوماتي ویپاڼو د معلوماتو له مخې د تهران پر وخت د غرمې تر ۱۲ بجو پورې یو ډالر په ۲۵۲ زره او ۵۰۰ تومانو، یوه یورو په ۲۸۷ زره تومانو او د بریتانیا یو پونډ په ۳۳۴ زره تومانو پلورل کېدل.

د ډالر بیه پرون دوشنبې (سپټمبر۲۸مه) ۲۴۴ زره تومانه وه؛ یعنې په یوه ورځ کې ۸۵۰۰ تومانه لوړه شوې ده.

په تېرې یوې اوونۍ کې د بیو د لوړوالي بهیر لا چټک شوی دی. د تېرې سه‌شنبې په ورځ د ډالرو بیه شاوخوا ۲۳۳ زره تومانه وه او په یوه اوونۍ کې نږدې ۲۰ زره تومانه لوړه شوې ده.

د تېر کال د تلې په ۶مه د ډالر بیه ۱۱۱ زره تومانه وه. په یوه کال کې د امریکا د اسعارو بیه ۱۲۷ سلنه لوړه شوې ده.

په ایران باندې د متحدو ایالتونو له بریدونو ورسته په هغه هېواد باندې اقتصادي بندیزونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ایران په رژیم باندې د نړیوالو مشرانو د انتقادونو په ترڅ کې د ناټو مشر مارک روټه ویلي دي، چې د ایران حکومت ته د خپلو خلکو ګټې مهمې نه دي.

مارک روټه ویلي دي چې په ایران باندې د اقتصادي فشارونو بیه فقط د ایران خلک پرې کوي. هغه د فاکس نیوز سره په خپلې مرکې کې وویل ایراني مقاماتو ته د خپل ولس ګټې ارزښت نه لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG