د لاس رسي وړ اتصالات

د تاجکستان په کورنۍ جگړه کې د ایران د لاس لرلو ادعا


ایران په نوییمه لسیزه کې د تاجکستان د کورنۍ جگړې د ختمولو لپاره منځگړیتوب کړی و
ایران په نوییمه لسیزه کې د تاجکستان د کورنۍ جگړې د ختمولو لپاره منځگړیتوب کړی و

ایران د پنجشنبې په ورځ هغه تورونه رد کړل چې وایي په ١٩٩٠ لسیزه کې د تاجکستان په کورنۍ جگړه کې دخیل و. ایران وایي دا ډول ادعاوی د تهران او دوشنبې د اړیکو د خرابولو هڅه ده.

په یو مستند فلم کې چې د چهارشنبې په شپه د تاجکستان دولتي تلویزیون خپور کړ، درې تنو تاجکانو ویلي چې په ایران کې له زده کړو وروسته دوی د ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٧ پورې د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د تاجکستان دننه سیاستوال او مشهور کسان وژلي او په دې هیواد کې یې د روسیې پر پوځي اډې بریدونه کړي دي.

خو په تاجکستان کې د ایران سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دغه تورونه بې اساسه دي "ددې ډول یو بې اساسه فلم خپرول ښیي چې یو لړ کړۍ نه شي کولای چې د دواړو هیوادونو ترمنځ قوي دوستي وویني".

د رویترز اژانس وایي ایران په نوییمه لسیزه کې د تاجکستان د کورنۍ جگړې د ختمولو لپاره د حکومتي قواو او د اسلامپالو پر مشرۍ وسله والو مخالفینو ترمنځ خبرو کې منځگړی و.

خو ددې دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې هغه وخت سړې شوې چې د تاجکستان د یوې منع شوې اسلامپالې ډلې مشر د ٢٠١٥ کال په دسامبر کې د تهران په کنفرانس کې گډون وکړ.

د تاجکستان د اسلامي نهضت گوند مشر محی الدین کبیري په داسې حال کې د تهران په کنفرانس کې گډون کړی و چې له هیواد نه تښتیدلی و او حکومت یې د نیولو هڅه کوله.

د جمهور رئیس امام علي رحمان حکومت د تاجکستان د اسلامي نهضت گوند فعالیت بند کړی دی او ددې گوند یو شمیر مشران او فعالین یې په دې تور بندیان کړي چې په ٢٠١٥ کال کې یې د کودتا کولو هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG