د لاس رسي وړ اتصالات

په خلیج کې د سپاه پاسداران پوځي تمرینونه


د ایران سپاه پاسداران په داسې حال کې دغه پوځي تمریونه کوي چې د امریکا د متحده ایالتونو یوه جنګي بیړۍ د جمعې په ورځ د هرموز تنګي ته داخله شوه.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو نن شنبه د فارس په خلیج کې یو لړ پوځي تمرینونه پیل کړل.

دا تمرینونه وروسته له هغه پیل شول چې د امریکا یوه جنګي بیړۍ د جمعې په ورځ دهرموز تنګي ته دننه شوه.

د ایران د دولتي ټلویزیون له خوا په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې د ایران کوماندو ځواکونه د فارس خلیج په قشم ټاپو کې ښکته کیږي.

په دې تمرینونو کې پر ایراني ځواکونو سربیره، جنګي بیړیو، چورلکو او بې پیلوټه الوتکو مانورې وکړې.

د ایران د سپاه پاسداران مشر جنرال محمد علي جعفري د ایران دولتي ټلویزیون ته ویلي"هیله من یو له دې تمرینونو سره زموږ دښمنان دا درک کړي چې د هر ډول ګام له پورته کیدو سره به زموږ له جدي غبرګون سره مخ شي."

قشم د فارس په خلیج کې تر ټولو لوی ټاپو دی چې هرموز تنګي ته نږدې پروت دی. رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې دې تنګي ته د امریکا د جنګي بیړۍ له داخلیدو سره سم، دا بیړۍ د ایراني بیړیو له خوا تعقیب شوه.

د راپورونو له مخې، ایراني بیړیو یو شمیر راکټونه هم توغولي دي خو د امریکا د متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو یوه ویاند ویلي چې" باور لرو دا کار د هغوی د پوځي تمرینونو یوه برخه وه."

له دې وړاندې ایرانی چارواکو خبرداری ورکړی وو که واشنګټن د ایران د نفتو د صادراتو مخه ونیسي، تهران به خلیج ته د نورو هیوادونو د نفتو د انتقال مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG