د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانیان: که افغان اوبدونکي ووتل، د قالینو تولیدات ختمېږي


پر ایران د امریکا د بندیزونو له نافذېدو وروسته، د ایراني قالینو تولیدونکي ویره لري چې په لویو مارکېټونو کې به یې قالینې خرڅې نشي.

په ایران کې اکثریت قالین اوبدونکي افغان مهاجر دي. هغوی په کم مزد عصري قالینې جوړوي.

ایران په یو کال کې څه ناڅه ۴۰۰ ټُنه قالینې تولیدوي او ۸۰٪یې بهر صادروي.

په ایران کې له انقلاب نه وروسته او د تهران-واشنګټن په اړیکو کې له لوړو ژورو سره سره، امریکا د ایراني قالینو لپاره یو غټ مارکېټ دی.

خو ایران اوس دا مارکېټ ځکه بایلي چې امریکا وایې پر هغه هېواد یې تر ټولو سخت بندویزونه چی په تاریخ کې ساری نلري، لګولي دي.

د کاشان په تاریخي ښار کې چې د قالینو د تولید ستر مرکز بلل کېږي، په وروستیو څو ورځو کې ګڼ دوکانونه تړل شوي او په بازار کې د ګوتو په شمار پلورونکي لیدل کېږي.

په عین وخت کې د ایران پر بانکي سکټور د بندیزونو له وجې سیلانیان نه شي کولی چې له خپل بانکي حساب څخه په استفادې پېرل او پلورل وکړي.

فرانسوۍ سیلانۍ، فبیان سایمن وایې "د قالینو په رانیولو به ډيرې پېسې ولګوم که وکولې شم له خپل کریدټ کارت نه کار واخلم. ما یوه اندازه نقدې پېسې اخیستي، که خلاصې شوې نو خلاصې به وي."

د قالینو تولیدونکي وایې چې د قالینو صنعت د افغان ګارګرانو په زیار چلېږي ځکه چې مهاجر افغانان د کمې تنخوا په بدل کې کار کوي.

افغان قالین اوبدونکې میهن محمدي وايې "د قالین په اوبدلو سره د خپل ژوند لګښتونه پوره کوم."

په ایران کې د قالینو تولیدونکي او صادرونکي وایې چې ۲ میلیونه کسان د قالین اوبدلو په صنعت کې کار کوي او څه باندې ۸ میلیونه خلک لدغې لارې د کور نفقه جوړوي.

د ایران ناوړه اقتصادي حالت افغان ګارګران مجبوره کړي دي چې بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شه. ملګري ملتونه وایې چې سږکال څه ناڅه ۳۵۰۰۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته تللي دي.

د قالینو صادرونکی، جواد اصفهانیان وایې "که افغان اوبدونکي ووتل، یقین لرم چې په لاس د جوړېدونکو قالینو تولیدات ختمیېږي، هیڅ شک نه لرم."

XS
SM
MD
LG