د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د دوو افغانانو په ګډون ۱۱ بلوڅان اعدام کړل


د ایران اعدامونه
د ایران اعدامونه

یوې غیر دولتي موسسې د چهارشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) وویل، ایران په ۴۸ ساعتونو کې د بلوڅ لږکیو ۱۱ غړي د مخدره موادو د قاچاق په تور په دار ځړولي دي.

په ناروې کې مېشتې د ایران د بشري حقونو ټولنې (IHR) ویلي، نهه ایراني بلوڅان او د ګاونډي هیواد افغانستان دوه بلوڅان د یکشنبې د سهار او د سه شنبې د سهار ترمنځ موده کې په دار ځړول شوي دي.

د بشري حقونو دغې ډلې زیاته کړه چې د جولای په میاشت کې یې په ټول ایران کې ۶۱ اعدامونه پداسې حال کې ثبت کړي، چې په ایران کې د اعدام سزا تطبیق کول مخ په زیاتوالي دي او په دغه هېواد کې سږ کال ۴۲۳ تنه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو کمپاین کوونکي په ایران تور لګوي چې د اعدام سزا د یوې وسیلې په توګه کاروي چې په تیر سپتمبر کې د حجاب د نه مراعت کولو په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني د توقیف کولو او بیا د پولیسو په توقیف کې د هغې د مړینې په غبرګون کې د پراخو لاریونونو وروسته په ټول نفوس کې ویره خپره کړي.

په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي، په داسې حال کې چې د بلوڅ اقلیت غړي - چې په ایران کې د سني مذهب پیروي کوي – ددې هیواد د نفوس شاوخوا دوو فیصده جوړوي، او په ۲۰۲۲ کې د ایران د اعدامونو دریمه برخه پر دوی پلي شوي دي.

دې ټولنې ویلي چې ۳۰ کلن محمد ارباب او ۳۲ کلن اسدالله امیني، دوه افغان بلوڅان دي چې د جولای په ۳۰مه او ۳۱مه د سیستان-بلوچستان په زابل کې په زندان کې په پټه اعدام شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، اته بلوڅان د جولای له ۳۰مې او د اګست د لومړۍ نېټې تر منځ د سیستان-بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان په مرکزي زندان کې د نشه یي توکو په تور اعدام شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یو بل بلوڅ سړی د جولای په ۳۱ مه د خراسان ولایت په بیرجند ښار کې په یو زندان کې په ورته تورونو اعدام شو.

په ایران کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په قانون کې د تعدیلاتو وروسته په ۲۰۱۸ کې د مخدره توکو اړوند تورونو په اساس د اعدامونو شمیر راټیټ شو، خو د ۲۰۲۱ راهیسې دا شمیر یو ځل بیا لوړ شوی.

د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي چې په ۲۰۲۲ کې د مخدره توکو اړوند تورونو کې د ۲۵۶ کسانو نږدې نیمایي بلوڅان وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG