د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دوه 'افغانان' په عام محضر کې اعدام کړل 


د ایران قضایي مقاماتو د شنبې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۷) وویل، دوه تنه افغانان د تیر ۲۰۲۲کال د اکتوبر په میاشت کې د شیراز په ښار کې د شیعه ګانو د ' شاهچراغ په زیات' د برید په تړاو چې ۱۰ تنه په کې وژل شوي وو، په عام محضر کې اعدام شول.

ایراني رسنیو د تیر کال د اکتوبر په ۲۴ راپور ورکړی و چې درې تنو وسله والو له بهر څخه د "شاهچراغ حرم" دننه ډزې کړې دي. پر شاهچراغ زیات په دې مرګوني برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي وو

د شاهچراغ په زیارت د برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې ددې زیارت د برید اصلي طراح د ایراني امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوی و، چې بیا د اخسیتو ټپونو له امله یې ساه ورکړې وه.

د ایران د قضائیه قوې خبري آژانس 'میزان' په خپله رسمي وېبپاڼه کې لیکلي چې "د شاهچراغ د ترهګریزې برید د دوو عاملینو د اعدام حکم د تورنو کسانو او د هغوي د وکیلانو په حضور کې د محکمې د لسو غونډو او د هیواد په عالي محکمې له تائید وروسته، نن د شنبې په ورځ (جولای۱۷) په عام محضر کې تر سره شوه."

د ایران رسمي خبري اژانس 'ایرنا' خبر ورکړی چې دغه دوه کسان محمد رامز او نعیم هاشم قتالي د فارس ولایت د مرکز شیراز ښار کې زیارت ته څېرمه اعدام شول.

میزان خبری آژانس خبر ورکړی دی چې د شاهچراغ په زیارت باندې د برید عاملین له دغې خونړۍ پیښې څخه یواځې څو ورځې وروسته ونیول شول.

په همدې حال کې د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم په یوه ټویټ کې ویلي چې "د اجباري اعترافونو او د یوې ډیرې غیر عادلانه محاکمې له بهیر څخه وروسته په بیړه او عام مخضر کې د محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي د اعدامولو هدف د شاهچراغ د ترهګریز پیښې په اړه د ځپونکو بنسټونو د مسوولیت په اړه د حقایقو پټ ساتل دي. د رژیم مسوولین، په ځانګړې توګه علي خامنه ای باید د دې جنایتونو په اړه حساب ورکړي."

د بشري حقونو د دغه فعال په وینا، د شنبې په ورځ د جولای د اتمې نېټې په اعدامونو سره په عام محضر کې د سږ کال د اعدامونو شمېر څلورو او د ټولو اعدامونو شمېر ۳۶۹ تنو ته ورسېد.

د میزان خبري اژانس خبر ورکړ: "د صادر شوي جرم د اعلان پر بنسټ، پنځه تنه تورن کسان چې د شاهچراغ پر زیارت د ترهګریز برید له اصلي عامل سره یې مرسته او ملاتړ کړې و، د جګړې، فساد فی الارض، د داعش ترهګرې ډلې په غړیتوب او د یاغي ډلې د غړیتوب، د هیواد د امنیت پر ضد په کړنو او په فساد فی الارض کې د مرستې کولو په تور، تورن شوي دي."

ایراني مقاماتو له دې وړاندې ویلي وو چې د شاهچراغ پر زیارت برید کې ښکېل کسان د افغانستان په ګډون له نورو هېوادونو سره تړاو لري. دغو چارواکو د تېر کال په نوامبر میاشت کې ویلي وو چې "د دغه برید په تړاو د افغانستان، اذربایجان او تاجیکستان څخه ۲۶ تکفیري ترهګر نیول شوي دي."

ميزان خبري اژانس وايي چې د رشيدي په نوم يو تن بريدګر په خپل جرم اعتراف کړى چې د شاهچراغ په زيارت په بريد کې يې له داعش سره همکاري کړې وه. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دواړه اعدام شوي کسان د افغانستان اتباع وو.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د شاهچراغ پر زیارت اصلي برید کوونکی ۳۰ کلن حمید بدخشاني لومړی د ایران له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شو او بیا د ټپونو له امله ساه ورکړه.

میزان خبري اژانس همداشان راپور ورکړی چې د صادر شوې جرم له مخې، محمد رحماني چې په تهران کې د داعش ډلې پټ غړی و، په ۲۵ کاله بند محکوم شوی او په قضیه کې یو بل تورن مصطفی جان اماني هم د داعش ترهګرې ډلې د غړیتوب او ملاتړ په تور په ۱۵ کاله او یوې ورځې بند محکوم شوی دی او د داعش ډلې یو بل نیول شوی غړی، حمید الله کابلي هم په پنځه کاله بند محکوم شو. "

XS
SM
MD
LG