د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران په لوړه کچه اوږدمهاله اټومي څارنه منلې

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره مذاکرات ښه روان دي او یاد هیواد د اوږده مهال لپاره د اټومي څارنې سره موافقه کړې ده.

ولسمشر ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ (جون ۲۳) د ټروت سوشل په شبکې کې لیکلي چې ایران په بشپړ ډول او په لوړه کچه د اوږدې مودې لپاره د اټومي څارنې سره موافقه کړې ده. ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې په دې سره به د ایران "اټومي ریښتینولي" تضمین شي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي، "که هغوی( ایرانیانو) له دې موضوع سره موافقه نه وای کړې نو مذاکرات به دریدلي وای. د ایران له خوا د دې او نورو لویو امتیازاتو په ورکولو سره، ما موافقه کړې چې د هرمز تنګی خلاص پاتې شي او نور به سمندري محاصره پرې نه لګول کیږي."

خو ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په هوکړې د نه عمل کولو په صورت کې ایران ته دا خبرداری ورکړ:"که ایران په خپل توافق عمل ونکړي او یا یې هم رویه سمه نه وي، وي، زه به هغه څه وکړم چې لازمه وي. "

ولسمشر ټرمپ په خپل تازه پیغام کې زیاته کړې، د امریکا ټولې کښتۍ په خپل ځای پاتې کیږي څو د اړتیا په صورت کې د هرمز تنګي د محاصرې لپاره چمتو ووسي خو هغه ویلي ددې کار امکان ډیر کم دی.

ولسمشر ټرمپ د خپل پیغام په دوام ویلي کوم بندیزونه او یا هم پيسې چې د امریکا د خزانې وزارت ازادوي، په امانت شکل د امریکا تر کنټرول لاندې د درملو او خوړو او په ځانګړي ډول د امریکایي بزګرانو د کرنیو محصولاتو د پیردولو لپاره به وکارول شي.

د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وړاندې د هغه مرستیال جې ډي ونس هم د دوشنبې په ورځ په سویس کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تخنیکي کچې د خبرو تر پیل وروسته وویل چې د ایران رهبري هغه هیواد ته د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د څارونکو له تګ سره موافقه کړې ده.

جې ډي ونس وویل: "پرون یوه ډېره، ډېره ښه ورځ وه. موږ ډېر ښه پرمختګ وکړ. موږ هماغه وکړل چې غوښتل مو. ایرانیانو موافقه کړې چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکي بېرته خپل هېواد ته راوبولي. دا د امریکا د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. دا په ایران کې د دایمي اټومي بې وسلې کولو او د تل لپاره د اټومي وسلو د پروګرام د ختمولو لپاره لومړی ګام دی."

د ولسمشر ټرمپ ویاندې کارولین لیویټ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، ولسمشر ټرمپ به داسې موافقه لاسلیک کړي چې د امریکا د ملي امیت ګټې تامین کړي.

میرمن لیویټ ویلي: "زه پوهیږم ولسمشر به هیڅ وخت داسې یوه هوکړه لاسلیک نکړي چې ددې هیواد په ګټه او د ملي امنیت په ګټه نه وي. هغه تل د امریکا ته لومړیتوب ورکوي. "

په سویس کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د مقدماتي خبرو له لومړي پړاو وروسته، پاکستان او قطر چې دوه منځګړي هیوادونه دي ویلي دي چې دواړو لورو د شپیتو ورځو په موده کې یوې وروستۍ هوکړې ته په رسیدو موافقه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG