د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د کوثر جیټ الوتکو جوړول پیل کړل


کارپوهان وایي د کوثر په نامه ایراني جت الوتکې د امریکایي F-5 جت الوتکو په شان دي
کارپوهان وایي د کوثر په نامه ایراني جت الوتکې د امریکایي F-5 جت الوتکو په شان دي

د ایران د دفاع وزیر وایي هیواد یې د کوثر په نامه د جنگي جیټ الوتکو تولید پیل کړ او د هغه په وینا له دغو الوتکو نه به د ایران په هوایي ځواکونو کې کار واخیستل شي.

د ایران دولتي تلویزیون وایي ددغو داخلي جنگي جیټ الوتکو د تولید کار یوه ورځ وروسته له هغې پیل شو چې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ادارې پر تهران د امریکا د پاتې بندیزونو د لگولو اعلان وکړ. دغه بندیزونه د ایران پر اقتصاد د فشار راوړلو په مقصد لگول شوي دي.

د ایران د دفاع وزیر امیر حاتمي د شنبې په ورځ (نوامبر ٣) وویل چې ددغو جیټ الوتکو د کار پیل "د دښمن د بندیزونو" سره سره د ایراني کارپوهانو د وړتیا ښکارندوي کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ (نوامبر ٢) اعلان وکړ چې پر ایران به ټول بندیزون د دوشنبې د ورځې (نوامبر ٥) نه پیل شي.

پر ایران د امریکا د لومړي پړاو بندیزونه د ٢٠١٨ کال د اگست په میاشت کې عملي شول چې د فولادو او د موټرو د تولید سکتور په گډون یې د ایران تجارت په نښه کړ. پر تهران باندې د امریکا دوهم پړاو بندیزونه چې د دوشنبې په ورځ پیل کیږي د ایران د تیلو صنعت او د هغه هیواد صادرات په نښه کوي.

خو له دې سره سره متحده ایالاتو د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې واشنگټن به د ایران د تیلو اته واردونکو هیوادونو ته چې هند هم په کې شامل دی په موقته توگه اجازه ورکړي چې له ایران نه تیل واخلي.

اوسمهال د ایران هوایي ځواکونه یو شمیر جنگي جیټ الوتکې لري چې په روسیه او امریکا کې جوړې شوي دي. امریکایي جنگي جت الوتکې په ١٩٧٩ کې د ایران د اسلامي انقلاب دمخه هغه هیواد ته ورکړل شوې وې.

پوځي کارپوهان وایي هغه جنگي جیټ الوتکې چې ایران یې اوس جوړول غواړي په امریکا کې د جوړو شویو F-5 جیټ الوتکو "کاپي" ده چې متحده ایالاتو په ١٩٦٠ لسیزه کې جوړې کړې وې.

XS
SM
MD
LG