د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه یي: ایران دې خپل پوځي ځواک دومره زیات کړي چې 'دښمن وډاریږي'


علي خامنه یي د ایران د پوځ د منصبدارانو د فراغت په مراسمو کې
علي خامنه یي د ایران د پوځ د منصبدارانو د فراغت په مراسمو کې

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي نن د یکشنبې په ورځ (اگست ٩) د ایران له وسله والو ځواکونو وغوښتل چې خپل ځواک دومره زیات کړي چې د هغه په وینا "دښمن وډاریږي".

ښاغلي خامنه یي د ایران د پوځ د منصبدارانو د فراغت په مراسمو کې وسله والو ځواکونو ته ویلي چې "خپل قوت څومره چې کولای شئ زیات کړئ، ځکه ستاسې قوت دښمن ډاروي او په شا تگ ته یې اړ کوي".

ښاغلي خامنه یي دا څرگندونې پداسې حال کې کوي چې د ایران د اټومي موافقې نه د امریکا د متحده ایالاتو د وتلو او پر تهران باندې د واشنگټن له لورې د تازه بندیزونو له لگولو وروسته د ایران اقتصاد د خرابیدو په حال کې دی.

ایت الله خامنه یي همداشان د کسپین سمندرگي په بندري ښار نوشهر کې د ایران د سمندري قواو د تمرینونو د لیدلو پر وخت ویلي چې د ایران حکومت او خلکو د امریکا په وړاندې مقاومت کړی او "دا یې ثابته کړې چې د ایران ملت د زورورو له گواښونو څخه نه ډاریږي او په خپلو وړتیاو باندې تکیه لري چې کولای شي ستر قوتونه په شا وتمبوي او ماته ورکړي".

له دې دمخه ښاغلي خامنه یي د ٢٠١٨ کال د سپتمبر په دوهمه د امریکا د نوم له اخیستلو پرته ویلي وو چې "د سیاسي محاسبې له مخې د پوځي جگړې امکان نه لیدل کیږي خو وسله وال ځواکونه باید هوښیار اوسي او د وسایلو او افرادو له درکه خپل ظرفیت لوړ کړي."

د ایران د اټومي تړون نه د امریکا د متحده ایالاتو له وتلو او پر هغه هیواد باندې د نویو بندیزونو له لگولو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ نور هم زیات شوی دی.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د اسلامي جمهوریت پوځي تاقت پر ایران باندې د امریکا د برید مخنیوی کوي.

XS
SM
MD
LG