د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: زموږ په اتومي تاسیساتو برید د اسرائیل کار دی 


ایران وايي په اتومي تاسیساتو یې برید د اسرائیل کار دی
ایران وايي په اتومي تاسیساتو یې برید د اسرائیل کار دی

ایران اسرائيل تورن کړی چې د «نطنز» په اتومي تاسیساتو یې برید کړی او خبرداری یې ورکړی چې په مناسب وخت کې به یې ځواب ووايي.

تېره ورځ اپریل۱۱ (وري۲۲) تهران ته نږدې د «نطنز» په تاسیساتو کې یوه پیښه وشوه او ایران دا کار له ترهګرۍ سره تړلی وباله.

چارواکي وايي په دغه پېښه کې تلفات هم شته او رادیواکتف د خپرېدو له کبله چاپیریال هم څه ناڅه ککړ شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خاطب زاده خبریالانو ته ویلي‌ دي ‌چې دا د اسرائیل کار و.

هغه ویلي دي چې اسرائیل دا کار په ایران باندې د بندیزونو د ممکنه لېرې کېدو د انتقام اخیستلو لپاره کړی دی. ښاغلي خاطب زاده زیاته کړه که د اسرائیل هدف دا وي، خپل هدف ته به ونه رسیږي.

ایران په تېر وخت کې هم اسرائیل تورن کړی چې په اتومي تاسیساتو یې بریدونه کوي.

د «نطنز» په اتومي‌ تاسیساتو دا برید داسې مهال کیږي‌ چې هلې ځلې روانې دي چې ایران او امریکا بېرته د ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوي ‌اتومي ‌تړون ته ور وګرځی.

ټاکل شوې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په دې اړه د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو هم ژر پیل شی.

اسرائیل د ایران د اتومي تړون کلک مخالف دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ويلي‌ دي چې اجازه به ورنکړي چې دا ډول بریدونه د ویانا په خبرو باندې کوم اغیز ولري.

په همدې حال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د استخباراتي‌ سرچینو په حواله لیکلي دي چې د «نطنز» په اتومي تاسیساتو باندې برید د ایران اتومي پروګرام لږ تر لږه نهه میاشتې ټکنی کړی دی.

اسرائیل په رسمي‌ ډول دا برید نه دی منلی خو اسرائیلي رسنیو شک ښودلی چې شاید دا هېواد د دغه برید تر شا وي.

XS
SM
MD
LG