د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین اعلان وکړ چې د ایران د رژیم دفاعي مشرتابه څو مهم شخصیتونه یې له منځه وړي دي.
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین څوشیبې دمخه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې نن سهار (شنبه د فبرورۍ ۲۸) د اسرائیل هوايي ځواک سلګونو جنګي الوتکو، د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې د هغه ترهګر رژیم اړوند سلګونه پوځي هدفونه وویشتل.
عملیات له مخکېني برید سره پیل شول، وروسته له هغې چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو په تهران کې څو داسې ځایونه مشخص کړل چې د ایران د دفاعي چارو لوړپوړي چارواکي پکې راټول شوي وو.
هغه وویل اوس دا تاییدېږي چې د ایران د لوړپوړو چارواکو له ډلې څخه لاندې کسان د اسرائیل د دفاعي ځواکونو برید پر مهال له منځه وړل شویدي.
علي شمخاني – د ایران د ملي امنیت شورا منشي. هغه د ایران د امنیتي پرېکړو له مهمو مشرانو څخه و او د امنیتي چارو په برخه کې د ایران د ستر مشر علي خامنهاي شخصي سلاکار و.
محمد پاکپور – دسپاه پاسداران انقلاب قومندان – پاکپور د خپلې دندې په ترڅ کې، د ایران اصلي پوځي ځواک مشري کوله او د اسرائیل پر ضد د ستراتیژیکو توغندیزو بریدونو د فعالولو مسؤل و، همدارنګه یې د ایران ملاتړو ډلو حمایت او لارښوونه کوله. پاکپور په تېره یوه میاشت کې د ایراني لاریون کوونکو د تاوتریخوالي ځپلو مشري هم کړې وه.
صالح اسدي – د خاتم الانبیا د بېړني قومندانۍ د استخباراتو د ریاست مشر او د ایران د ځواکونو د ستر قومندانۍ لوړپوړی استخباراتي افسر. اسدي د خپلې دندې په ترڅ کې، د اسرائیل او متحده ایالتونو پر ضد د ایران د ستراتیژۍ په جوړولو کې برخه لرله. هغه د اسرائیل د دولت د له منځه وړلو په پلان کې هم ژور ښکېل و.
محمد شیرازي – له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ستر مشر علي خامنهاي د پوځي دفتر مشر و. د خپلې دندې په ترڅ کې، شیرازي د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوړپوړو قومندانانو او ستر مشر ترمنځ د اړیکو مسؤل و او د ایران د ترهګر رژیم په مشرتابه کې یو مهم شخصیت و.
عزیز نصیرزاده – د ایران د دفاع وزیر. نصیر زاده په څو مهمو دندو کې کار کړی، لکه د ایران د هوايي ځواک قومندان او د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال. د دفاع وزیر په توګه، نصیرزاده د ایران د پوځي صنایعو مسؤل و، چې پکې د اوږد واټن ځمکې ـنه-ځمکې ته د توغندیو او هغو وسلو تولید هم پکې شامل و چې د ایران ملاتړو ډلو ته لېږدول کېدې.
حسین جبل عاملیان – د نویو دفاعي څېړنو د سازمان مشر، چې د کلونو په اوږدو کې یې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو اړوند پروژې پرمخ وړلې. عاملیان په دې سازمان کې یو پخوانی او مخکښ شخصیت و.
رضا مظفرينیا –د نویو دفاعي څېړنو د سازمان پخوانی مشر، چې د اټومي وسلو د تولید هڅې یې پرمخ وړلې وې.
په اخر کې هغه زیاته کړه چې اوس مهال، د اسرائیل هوايي ځواک، د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او د امریکا له پوځ سره په همغږۍ، په ایران کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، څو د اسرائیل ددولت او سیمهییز ائتلاف ساتنه وکړي.
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین په اخر کې وویل چې ددوي ځواکونه به د هر هغه چا پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي چې د اسرائیل د دولت امنیت ته ګواښ پېښوي.
فورم \ دبحث خونه