د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په سوریه کې له برید وروسته د اسرائیل سفارتونه 'نور خوندي نه' دي


په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې په برید کې د سپاه پاسداران انقلاب اوه غړي ووژل شول
په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې په برید کې د سپاه پاسداران انقلاب اوه غړي ووژل شول

د ایران د ستر مذهبي مشر یو سلاکار د یکشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۹) خبرداری ورکړ چې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې له برید وروسته چې تهران یې پړه پر اسرائیل اچوي او په کې د سپاه پاسداران انقلاب اوه غړي ووژل شول، د اسرائیل سفارتونه "نور خوندي نه دي".

د اېسنا خبری اژانس د ایت الله علی خامنه یی د لوړپوړي سلاکار یحیی رحیم صفوي له قوله وویل: "د صهیونیسټی رژیم سفارتونه نور محفوظ نه دی."

له بلې خوا د اسرائیل او ايران ترمنځ د کړکیچ له زياتېدو وروسته د ایران ايسنا خبري اژانس د ايراني توغنديو نومونه او وړتياوې خپرې کړې او وویل، چې دا ټول توغندي د اسرائیل د ويشتلو وړتيا لري.

د دوشنبې په ورځ په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې چې ویل کېږي د اسرائیل له خوا شوی و، د قدس ځواکونو د لوړ پوړي قوماندان محمد رضا زاهدي او د هغه د مرستیال په ګډون د ایران د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

د ایسنا خبري اژانس د ایران د توغندیو (میزایلو) د یو انځور په خپرولو سره ددغو توغندیو د قدرت او د الوتلو د واټڼ په اړه معلومات ورکړي دي.

په دغو توغندیو کې سجیل، خرمشهر۴ (خیبر)، عماد، شهاب۳، قدر (درې ګونی)، پایه، فتح۲، خیبر شکن او حاج قاسم شامل دي.

د ایسنا د راپور له مخې، دغه توغندي کولای شي له ۲۰۰۰څخه تر ۱۴۰۰ کیلومتره واټن کې هدفونه په نښه کړي.

دغې ایراني رسنۍ ویلي دي چې "په دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ د صهیونیسټي رژیم له جنایت او برید وروسته، دغه جنایت ته د ایران د غبرګون سیوري په اسرائیل باندې ډیر دروند دی».

که څه هم ایراني چارواکو اسرائیل د دې برید مسوول بللی، خو اسرائيل تر اوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د قدس ځواکونو د قوماندانانو په غونډې د برید پړه پر امریکا واچوله او زیاته یې کړه چې د امریکا دولت د اسرائیل ملاتړ کوي او باید د دې عمل ځواب ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار ویاند جان کربي د عبداللهیان څرګندونې بې اساسه وبللې او ویې ویل: "موږ په دې برید کې لاس نه درلود. موږ په هیڅ ډول دخېل نه وو.»
خو امریکايي سرچینو ویلي چې متحده ایالات تیار سی او د ایران د احتمالي برید ځواب ته چمتو دي.

له بلې خوا اسرائیل د ایران د حکومت لخوا د احتمالي غچ اخیستونکي برید په وړاندې د چمتووالي لپاره، د ټولو نظامي واحدونو رخصتۍ لغوه کړې او د هوایي دفاع واحدونو لپاره یې نور سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې "هر هغه چا ته زیان ورسوي چې موږ ته زیان رسوي یا موږ ته د زیان رسولو اراده لري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG