د لاس رسي وړ اتصالات

ټایم: د بشر په معاصر تاریخ کې د خونړۍ وژنې​ احتمال؛ په ایران کې د وینو حمام- په ۲ ورځو کې۳۰ زره وژل شوي

د ټایم مجلې په یوه راپور کې د ایران د روغتیا وزارت د دوو جګپوړو چارواکو او د روغتونونو د معلوماتو په حواله لیکلي چې ښايي یوازې په دوو ورځو کې (د جنورۍ په ۸ او ۹) په ټول ایران کې له ۳۰ زرو څخه ډېر کسان وژل شوي وي.

که دا شمېرې سمې وي، د قربانیانو اصلي شمېر به د پخوانیو اټکلونو په پرتله په بیساري ډول لوړ شي.

کارپوهان وايي چې په معاصر تاریخ کې به په سختۍ سره داسې پېښه وموندل شي چې پکې دومره ډېر خلک یوازې په دوو ورځو کې د مستقیمو ډزو له امله وژل شوي وي.

ټایم یادونه کړې چې په هغو معلوماتي زیرمو کې چې د ډله ‌ییزو وژنو په اړه ثبت شوي د پرتلې وړ یوازینۍ پېښه، د ۱۹۴۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د کیف ښار په څنډه کې په بابین یار نومې سیمه کې د نازي ځواکونو له‌خوا د شاوخوا ۳۳ زرو یهودیانو اعدام و.

د دې احتمال په نظر کې نیولو سره چې د ایران د دې دوو ورځو د وژل شویو شمېر لا هم لوړېدای شي، امکان لري چې د وینې دا تویونه د معاصر بشري تاریخ تر ټولو لویه ډله‌ ییزه وژنه وي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د دې وژنې کچه دومره پراخه وه چې طبي او خدماتي ادارو د مړو د مدیریت توان نه درلود، د جسدونو د لېږد ځانګړې کڅوړې خلاصې شوې او چارواکي اړ شول چې د جسدونو د انتقال لپاره د اتلس ‌ټایره ټرېلرونو(لاریو) څخه استفاده وکړي.

ټایم راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د اړیکو له پرې کېدو وروسته، پر بامونو نښه ویشتونکي ګمارلي و او هغه لارۍ یې کارولې چې درنې ماشين ګڼې پرې نصب شوې وې.

د سپاه پاسداران انقلاب یو چارواکي هم په دولتي تلویزیون کې خبرداری ورکړی و چې «هر څوک چې کوڅې ته راوځي، باید د مرمۍ له لګېدو شکایت ونه کړي».

ډاکټر امیر مبارز پرستا، ایرانی الاصله المانی چې د سترګو داکټر دی د روغتونونو معلومات یې راټول کړي او ټایم ته یې ویلي چې د جمعې تر ورځې، د جنورۍ تر ۹ نېتې پورې، د وژل شویو ثبت شوی شمېر ۳۰ زره او ۳۰۴ تنه و.

هغه زیاته کړه: «موږ حقیقت ته نږدې کېږو»، خو په عین حال کې یې وویل چې دا شمېرې پوځي روغتونونه او لرې پرتې سیمې پکې نه رانغاړي چې ورته تر اوسه لا معلومات ندی رسیدلي.

ډیلي مېل ورځپاڼې هم د ایرانی الاصله الماني پروفیسور امیر مبارز پرستا په حواله ورته شمېرې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د وژل شویو شمېر ښايي له ۳۳ زرو څخه واوړي او ۹۷ زره او ۶۴۵ کسان ټپیان شوي وي.

د ټایم راپور همدارنګه ټینګار کوي چې په ایران کې د انټرنټ پرې کېدل د وژنو د اصلي شمیر په پټ ساتلو کې مهم رول لوبولی او یوازې د سپوږمکۍ ناقانونو چینلونو له لارې د جسدونو څو محدود انځورونه خپاره شوي دي.

د اعتراضونو په لومړیو ورځو کې، د ایران اسلامپاله رژیم په بشپړه توګه په ټول هېواد کې انټرنټ پرې کړ.

لږ وروسته، د تهران روغتونونه له ټپیانو او وژل شویو په داسې حال کې ډک شول چې د دې بندیز لاندې کورنیو نه شواې کولی د خپلو عزیزانو د وضعیت په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د کولمبیا پوهنتون څېړونکي، لس رابرتز، ټایم ته یادونه کړې چې د وژل شویو پدې شمېرو کې عموماً هغه قربانیان ندي شامل چې هېڅکله روغتون ته نه دي رسېدلي یا له رسمي تدفیني مراسمو څخه بهر ښخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG