د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو د اوسیدولو منع کیدل کومه جدي مسله نه ده


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په کار نه دي چې افغان کډوال د ایران په ځینو ولایتونو کې حضور ولري او دا کومه جدي مسله هم نه ده.

په دې وروستیو کې سیمه ییزو رسنیو کې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې د ایران د حکومت د پریکړې له مخې افغان کډوال ددغه هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د اوسیدلو او کار کولو حق نلري.

ایراني چارواکو ویلي چې دا پریکړه د دغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا د امر پر اساس شوې ده.

د ایران د اینسا خبري اژانس د راپور له مخې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي:" په ځینو سیمو کې دمخه هم همداسې وو او ځینې سیمې ځانګړې شوي چې په هغو کې اتباع[افغانستان] حضور ونلري او دا موضوع د همدې مسلې دوام دی او جدي موضوع نه ده".

ددې دمخه د ایران د کرمانشاه د ولایت د کډوالو او اتباعو عمومي مدیر حمزه سلیماني ویلي و چې د اصفهان، شرقي اذربایجان، لودیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان،کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کهګیلویه او بویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او همدان کې افغان کډوال د اوسیدلو حق نلري.

په دغو ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو اوسیدل او کار باندې دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزیراحمد وحیدي ویلي و چې په دغه هیواد کې میشتو افغان کډوالو ته د طالبانو د حکومت سره په سلامشوره پیژند پاڼې ورکوي.

هغه دا هم ویلي و چې هغه کډوال چې د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسیږي خپل هیواد ته به واستول شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر تیره اونۍ وویل، چې تر ۴۰۰ زرو پورې افغان کډوال یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي. خو هغه وویل چې ددغو ستنو شویو یو شمیر یې بیرته ایران ته تللي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیراحمد وحیدي ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې تر پنځه میلیونو پورې افغان کډوال د اوسیدانې په قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د روان ۱۴۰۲ کال د لیندۍ د میاشتې له اول څخه تر ۱۴ ورځې پورې له ۱۷ زرو څخه زیات افغان کډوال له ایران څخه په جبري ډول او په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG