د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو ځل بیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار کړی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د یو داسې حکومت په رامنځ ته کیدو ټینګار کړی چې په کې د دغه هیواد د ټولو قومونو استازي برخه ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ نومبر۲۷ (لیندۍشپږم) خبریالانو ته وویل چې تهران په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګیدو په لټه کې دی.

ناصر کنعاني د تاجیکستان پایتخت دوشنبه کې د افغانستان په اړه د یو جوړ شوي کنفرانس په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ددغه کنفرانس د جوړیدو څه اطلاع نلري

ښاغلي کنعاني وویل: "مونږ سیمه ییزې هڅې او میکانیزمونه ګټور ګڼو. په تېرو دوو کلنو کې زمونږ دریځ په همدې چوکاټ کې تعریف شوی دی. مونږ د افغانستان په دننه کې د هیڅ کوم جریان د ردولو په لټه کې نه یو. ټول باید د یو دولت په جوړېدو کې چې د افغانستان د خلکو او قومونو استازي وي مرسته وکړي او زمونږ تعامل هم په همدې چوکاټ کې دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ددغو څرګندونو دمخه افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د نومبر په ۲۶ (لیندۍ پنځم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیمه ییزو چارو لپاره د عمومي مدیر جي پي سینګ سره یې د نورو مسلو ترڅنګ افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي مسلو پرمخ وړلو لپاره د سمیې د هیوادونو له خوا د تماس د ډلې د جوړیدو په مسله هم خبرې کړي دي.

همداشان دواړو خواو د هند او افغانستان ترمنځ د چابهار د بندر څخه د کاراخیستلو اړوندو مسلو باندې هم خبرې کړي دي. قمي ویلي چې په دې خبرو کې په افغانستان کې د ثبات په ټینګیدو باندې ټینګار وشو.

دا لومړی ځل نه دی چې ایران په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي ددې مخه هم ایراني چارواکو د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې وه.

خو ایران داځل دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د تاجیکستان په پایتخت دوشنبه کې د دوشنبې په ورځ نومبر۲۷(لیندۍ شپږم) د افغانستان د ستراتيزیکي څیړونو د مرکز له خوا د "هرات امنیتي ډیالوګ" په یوولسمې غونډې کې د افغانستان د روان او راتلوونکی وضعیت په اړه په یو جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان د پخواني رژیم د یو شمیر لوړپوړو چارواکو او ځینو نړیوالو کارپوهانو د دغه هیواد د راتلوونکي جوړښت په اړه خپلې وړاندیزونه شریک کړي دي.

نن ددغه کنفرانس دوییمه او وروستۍ ورځ ده او ټاکل شوې چې د کنفرانس ګډونوال به د سیمې د اجماع او نړیوال ملاتړ، د دیموکراتیک افغانستان لپاره ملي ډیالوګ او ځینو نورو مسلو باندې خبرې وکړي.

طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د تولشموله حکومت د جوړیدو سره مخالفت ښودلې او ادعا یې کړې چې په حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي برخه لري.

نړیوالې ټولنې هم د طالبانو څخه غوښتي چې په خپل حکومت کې دې د ټولو قومونو او مذهبو استازو ته ځای ورکړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په اففانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خوتراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG