د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: امریکا دې د اټومي تړون دمخه ځینې بندیزونه لېرې کړي 


د ایران د بهرنیو چارو وزیر
د ایران د بهرنیو چارو وزیر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دې د ایران د اتومي تړون د بیا احیا کولو په ترڅ کې د ښه نیت په توګه په ایران باندې ځینې بندیزونه ختم کړي.

ښاغلي عبداللهیان نن یکشنبه اپریل لسمه (وري۲۱) وویل: «که ښاغلی بایډن، چې تل د ښه نیت خبره کوي، د ښه نیت په توګه دې په خپل اجرايي فرمان سره ځینې بندیزونه لغوه کړي.»

ایران او متحده ایالتونه له شاوخوا یو کال راهېسې په ویانا کې د ۲۰۱۵ د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره خبرې اترې کوي.

دا تړون ایران نه پرېږدي چې خپل اتومي پروګرام قوي او اتومي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول له دغه تړونه څخه ووت او سملاسې یې په ایران ځينې نور بندیزونه هم ولګول. ایران هم له هغه وروسته وویل چې د تړون ژمنو ته متهد نه دی او د خپل اتومي پروګرام قوي کولو ته یې بیا مخه کړه.

په ویانا کې خبرې، چې ویل کېدل خپل وروستي‌ حد ته رسېدلې وې، ځنډېدلي دي. تهران او واشنګټن یو بل تورنوي چې په خبرو کې د پاتې اختلافاتو د حل لپاره یې ضروري‌ سیاسي پرېکړې ونشوې کړای.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ورته ویلي‌ دي چې هر وخت دا تړون نهايي او لاسلیک شو، هغوی به یې ننګه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانو له لست څخه د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواکونو د نوم له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

ښاغلي میلي د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګانګرس یوې استمعاعیې غونډې وویل: «زما په شخصي نظر، د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواکونه یو ترهګریز سازمان دی او د بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لست څخه د هغوی د اېستلو پلوی نه یم.»

له دغه لست څخه د قدس ځواکونو د نوم اېستل د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره د ایران یو شرط ګڼل کېږي.

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه تر وتلو رووسته د ایران د قدس ځواکونه په دغه لست کې شامل کړل.

خو د ښاغلي بایډن اداره په خبرو بوخته ده چې دا تړون بیا احیا شي، خو د خبرو د درېدو یو علت هم د ایران له لوري له دغه لست څخه د قدس ځواکونو د وتلو غوښتنه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG