د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د فرانسې خبرداری؛ اتومي تړون موافقې ته یواځې څو ورځې لری 


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان

فرانسې خبرداری ورکړی چې ایران د خپل اتومي پروګرام پر سر یوې موافقې ته د رسېدو لپاره یواځې څو ورځې وخت لري او که موافقه ونشي ستر کړکیچ به رامنځته شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) د هغه هیواد د سنا مجلس ته وویل چې د ایران د اتومي مذاکراتو په اوږد بهیر کې اوس "رښتینی وخت" رسیدلی.

د نړۍ ستر ځواکمن هیوادونه د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي موافقې د راژوندۍ کولو، چې د څو میاشتو راهیسې د اتریش په ویانا کې په خبرو بوخت دي، وروستۍ پړاو ته داخلیږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "مونږ د ایران له لورې سیاسي تصمیمونو ته اړتیا لرو. هغوی یو څرګند انتخاب لري. یا په راتلونکو ورځو کې د یو جدي کړکیچ سبب شي...یا به هم یوه موافقه ومني چې د ټولو اړخونو ګټو په ځانګړې توګه د ایران علایقو ته درناوی وکړي."

ښاغلي لودریان وویل چې یوه معامله "د لاسرسي وړ" ده، او زیاته یې کړه چې په مذاکراتو کې شامل اروپایي قدرتونه –فرانسه، جرمني او بریتانیا – او همداشان چین، روسیه او متحده ایالات پر دې معاملې توافق لري.

خو بیا هم د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې وخت له لاسه وځي، ځکه د هغه په وینا ایران د خپلو اتومي فعالیتونوپه چټکولو سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي مواقې خلاف کار ته دوام ورکوي. هغه وویل: "هر څومره چې دغه بهیر دوام وکړي، په هماغه اندازه ایران خپل اتومي فعالیت چټکوي."

د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون له مخې تهران د لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په مقابل کې اتومي فعالیت او د یورانیمو غني کول محدودوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه تړګه له دغه تړون څخه ووت او په ایران یې اقتصادي بندیزونه دوه چنده کړل.

ایران هم ورو ورو خپلو ژمنو ته شا کړه او خپل اتومي پروګرام یې له هغه څه څخه پراخ کړ چې د ۲۰۱۵ کال پرې موافقه شوې وه.

XS
SM
MD
LG