په داسې حال کې چې لویدیځ د ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د اتومي پروگرام په اړه د وروستۍ موافقې لپاره کار روان دی، په منځني ختیځ کې داسې اندیښنې شته چې د بندیزونو له مینځه تلل به په سیمه کې د ایران نفوذ پراخ کړي.
د سویس په لوزان کې په یو چوکاټ او پلان باندې له توافق وروسته اوس ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو د یوې وروستۍ اتومي موافقې ته پام اړولی چې د جون د میاشتې تر پایه باید رامنځ ته شي.
په داسې حال کې چې د تهران د اتومي کړکیچ پر سر خبرې پرمخ روانې دي، سیمه ییز ځواکونه د ایران په هکله نورې اندیښنې په ډاگه کوي. په یمن د حوثي یاغیانو ملاتړ، د گاونډي هیواد عراق سره د اسلامي دولت د سخت دریځې ډلې پر وړاندې مرسته او په لبنان کې د سخت دریځې ډلې حزب الله سره اړیکې له دغو اندیښنو څخه دي.
اسرائیل چې د یو ځواکمن ایران یو سخت منتقد دی، د هغه هیواد صدراعظم بنیامن نتنیاهو وایي "د ایران سره معامله د هغه هیواد اقتصاد پیاوړی کوي، او دا ددې سبب کیږي چې په منځني ختیځ کې خپل تېري او ترهگریزو اعمالو ته زور ورکړي."
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماري هارف وایي اتومي موافقه په حقیقت کې د ایران له لورې گواښونه راکموي " یو د دلیلونو څخه چې مونږ دومره ورته ژمن یو چې وکړای شو اتومي وسلو ته د ایران د لاس رسي مخنیوی پری وکړو، که تاسې دا تصور کړئ چې دوی نن د دومره ځواک ننداره کولای شي، که په اتومي وسلو سمبال وي نو هغوی به نور هم زیات خپل ځواک وښي."
خو له بلې خوا څخه همدا اوس د ایران د اتومي پروگرام یو شمیر منتقدینو خپل فکر په ډاگه کړی چې د ایران اتومي معامله سیمه بې ثباته کولای شي.
د اتومي وسلو د پراخیدو د مخنیوي یو کارپوه کلسی دیونپورت وایي "هر ډول معامله چې ایران د اتومي زیربنا سره پریږدي، په حقیقت کې یوه ناوړه معامله ده."
د دموکراسۍ د ملاتړ د ټولنې غړی امانول اوتولنګي وایي " دا معامله به د ایران پانگه ډیره زیاته کړي کوم چې رژیم ترې د خپل نفوذ د پراخیدو لپاره د سیمه ییزې پالیسۍ د پراخیدو لپاره کار اخیستی دی چې ترهگر غورځنگونه تقویه کړي، خپل اهداف پرمخ بیوزي او په ناپیلو هیوادونو کې د ایران رول د یو مشر په توگه پراخ کاندي. د ایران ځواکمن کیدل پای نه لري."
له بلې خوا د هغه په وینا سیمو ځواکونو چې د ایران سره یې د بندیزونو دمخه سوداگریزې اړیکې درلودی، د دې بدلونونو څخه گټه اخستلای شي.