د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ۳۰ تنه په 'شیطاني' غونډه کې د ګډون په تور نیولي


ایراني پولیس
ایراني پولیس

ایراني سیمه ییزو رسنیو د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) خبر ورکړ چې پولیسو ۳۰ تنه په دې تور نیولي چې په یوې "شیطاني شبکې" پورې اړه لري او په داسې غونډه کې یې ګډون کړی چې "الکولي مشروبات" پکې څښل کېدل.

دا په ایران کې د پولیسو له خوا په ورته تور د خلکو د نیول کېدو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

د فارس خبري اژانس خبر ورکړی چې "۱۸ نارینه او ۱۲ ښځې" د ایران په شمال مازندران ولایت کې نیول شوي. په خبر کې ندي ویل شوي چې دا خلک کله نیول شوي.

فارس د ولایت د پولیسو د مشر داوود صفرزاده له قوله وویل، د پولیسو ځواکونو د غونډې په ځای کې "الکولي مشروبات، نشه يي توکي او د شیطانۍ نښې او سمبولونه" موندلي دي.

هغه زياته کړه، چې د غونډې ګډونوال له نورو ولايتونو هم ورغلي وو.

په محافظه کار ایران کې د "شیطانۍ" په تور د خلکو د نیول کېدو پېښې عامې دي. زیاتره وختونه په هغه غونډو او کنسرتونو چاپې وهل کیږي چې الکول پکې څښل کیږي کوم چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې منع دي.

د شنبې په ورځ، پولیسو په جنوب لویدیځ خوزستان ولایت کې په ورته عملیاتو کې ۳۵ کسان ونیول او د می په میاشت کې، د پایتخت تهران په لویدیځ کې د دریو اروپایانو په ګډون له ۲۵۰ څخه ډیر کسان د "شیطانیت" د ترویج په تور ونیول شول.

په دغه اکثریت شیعه میشته هیواد کې چارواکو په تیرو وختونو کې د راک او درنو فلزاتو د موسیقۍ کنسرتونه د "شیطانۍ غونډې" بللې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG