د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي: د جو بایډن سره نه ګورم او د توغندیو په پروګرام خبرې نه کوو


د ایران منتخب جمهور رئیس پخپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا د جمهور رئیس سره نه ګوري.
د ایران منتخب جمهور رئیس پخپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا د جمهور رئیس سره نه ګوري.

د ایران منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وایي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره نه ګوري او نه هم د ایران د بالاستیک توغنیدو د پروګرام او په سیمه کې د ملیشو سره د ایران د ملاتړ په هکله خبرې اترې کوي.

د ایران د قضایه قوې دغه پخوانی مشر چې سخت دریځه محافظه کار دی، پخپل لومړني خبري کنفرانس کې نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولي۳۱) وویل چې د امریکا متحده ایالات "مجبور دي چې په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کاندي."

سپینې ماڼۍ تر اوسه د ایران د منتخب جمهور رئیس په څرګندونو څه ندي ویلي.

د ایران برید کوونکي الوتکې تر ډیره حده هماغه دي چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب څخه دمخه هغه هیواد درلودې. ایران په سیمه کې د خپلو عربو ګاونډیو سره د سیالۍ په خاطر د بالاستیک توغندیو په پروګرام ډیر کار کړی.

د سعودي عربستان په ګډون د ایران یو شمیر ګاونډیو هیوادونو د امریکا نه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت نظامي وسایل اخیستي خو ایران بیا د سعودي عربستان او اسرائیل سره د سیالۍ لپاره د وسله والو ډلو نه کار اخلي لکه په یمن کې حوثي یاغیان او په لبنان کې د حزب الله وسله واله ډله.

د ډله ییز اعدام او بشریت ضد جرمونو تورونه:

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنیشنل ویلي چې د ایران نوی منتخب جمهور رئیس د بشریت ضد په جرمونو تورن دی او د دې پر ځای چې د دې جرمونو پوښتنې ترې وشي، هغه په ایران کې جمهور رئیس ټاکل کیږي.

په رئیسي دا تور دی چې په ۱۹۸۸ کال کې د څه باندې ۵ زرو کسانو په ډله ییز اعدام کې یې لاس درلود خو پخپله رئیسي بیا په خبري کنفرانس کې ځان د بشري حقونو مدافع وباله.

د امریکا متحده ایالاتو په همدې ډله یېز اعدام کې د لاس لرلو په تور په رئیسي بندیزونه لګولي.

XS
SM
MD
LG