د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: چې بندیزونه لېرې شوي نه وي، ټرمپ سره نه وینم


د ایران جمهور رئیس حسن روحان
د ایران جمهور رئیس حسن روحان

د ایران جمهور رئیس د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره د لیدنې احتمال رد کړ او وویل چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د مثبتو بدلونونو لپاره لومړی باید امریکا پر ایران باندې لگول شوي بندیزونه لغو کړي.

دغه څرگندونې یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل ایراني سیال سره د کتنې د امکان په هکله خبرې وکړې او وویل چې که مناسب شرایط رامنځ ته شي د ښاغلي روحاني سره به وگوري.

خو د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د سه شنبې په ورځ اگست ٢٧ په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې: "د امریکا د بندیزونو د لغو کیدو پرته مونږ د هیڅ ډول مثبت بدلون شاهد کیدای نشو... که څوک وغواړي له دغې (کتنې) څخه یواځې د روحاني سره د عکس اخیستلو د فرصت لپاره کار واخلي، ممکنه نده".

ښاغلی روحاني پداسې حال کې د ښاغلي ټرمپ سره د احتمالي کتنې خبره رد کړه چې دمخه یې ویلي وو که خبرې موجوده ستونزو ته حل لاره پیدا کولی شي، دا کار به وکړي.

ښاغلي روحاني ویلي وو: "که پوه شم چې یوې جلسې ته تگ او د یو چا سره کتنه د هیواد د پرمختیا سره مرسته کوي او د خلکو ستونزې حل کوي دا ډول یو فرصت به له لاسه ورنکړم."

د امریکا او ایران د جمهورو رئیسانو د کتنې احتمال د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون له منځگړیتوب وروسته رامنځ ته شو. ښاغلي مکرون ویلي وو هیله من دی چې دغه لیدنه کتنه په څو راتلونکو اونیو کې وشي".

له دې دمخه هم فرانسې هڅه کړې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ راکم کړي. خو جمهور رئیس ټرمپ ویلي دي چې فرانسه د امریکا استازې نده او د هغه په وینا "امریکا د ایران په هکله خپل چلند ته دوام ورکوي".

XS
SM
MD
LG