د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د ایران مداخلې د بشري مشکلاتو لامل شوي


مایک پمپیو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران اټومي پروګرام د سیمې لپاره تهدید وباله.
مایک پمپیو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران اټومي پروګرام د سیمې لپاره تهدید وباله.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي د ایران اټومي پروګرام او د هرموز په تنګي کې د هغه هیواد اقدامات نړۍ ته د ګواښ په توګه ګڼل کیږي.

ښاغلي پمپیو چې د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۰) د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په منځني ختیځ کې د پیچلو ستونزو په اړه وینا کوله وویل هیوادونه دې د زړو مشکلاتو لپاره نوي فکرونه وکړي.

مایک پمپیو ایران د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره تر ټولو لوی تهدید وباله او ویې ویل په عراق، لبنان، سوریه او یمن کې د تهران مداخله په سیمه کې د ناوړه بشري مشکلاتو لامل شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل:" څرگنده ده چی له حلب څخه تر عدن او له طرابلس څخه نیولې تر تهران پورې له بل هر وخت نه اوس په منځني ختیځ کې پراخې همکاري ته ضرورت دی."

ښاغلي پمپیو زیاته کړه، امریکا او پولنډ د وارسا د پروسې په نامه د سولې د یوه نوښت په چوکاټ کې د امنیت په شمول د نورو موضوعاتو په هدف اوه کاري ډلې جوړي کړي دي.

روسیې دا پروسه رد کړه او هغه یې یو اړخیز او غیر دیپلوماتیک اقدام وباله. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال دیمتري پولیانسکي وویل: "موږ په داسې یوه وضعیت قناعت نشو کولای چې ایران خبرو ته راغوښتل کیږي او بیا له مستقیم توهین، لمسونو او بندیزونو سره مخ کیږي."

د روسیې استازی وايي د ایران په وړاندې د امریکا بندیزونه نړیوال قوانین نقض کوي او ددغه هېواد اقتصاد یې په ټپه درولی دی.

نوموړي زیاته کړه، د توهین او گواښونو په شمول د امریکا تهاجمی موقف په ټوله سیمه کې په گډوډۍ کې ونډه لري.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جرمني استازي انډریاس مای کایلس وویل، د یو اړخیزو حرکاتو ډیریدل په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالو د ډیریدو لامل شوي.

د امنیت په شورا کې د نړۍ د هیوادونو استازو د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د مشکلاتو د هواري په شمول په ټولو لورو غږ وکړ چې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونو ته درناوی وکړي .

دوی همدارنګه د یو شمیر ځپل شویو سیمو لپاره په عاجلې اقتصادي پراختیا ، د تعلیم او تربیې په ښه والي، د میرمنو لپاره په کاري فرصتونو او د ځوان نسل په روزلو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG