د ایران د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یو کاندید عبدالناصر همتي نن د جون په ۱۵ (غبرګولي ۲۵) د لویدیځې نړۍ سره د ښه اقتصادي او سیاسي اړیکو د درلودلو غوښتنه وړکړه.
د ایران د مرکزي بانک دغه پخواني رئیس چې د هیڅ سیاسي ډلې سره هیڅ ډول اړیکه نلري، د ایران د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د اوو کاندیدانو له ډلې څخه دی چې د جمعې په ورځ سره سیالي کوي.
هغه هڅه کوي چې د منځپالو او اصلاح غوښتونکو رایه ورکوونکو لپاره د پام وړ کاندید اوسي.
ښاغلی همتي همداشان د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیرته راژوندي کولو غوښتنه وکړه او وویل چې د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې د اقتصادي بندیزونو لرې کول یې له لومړیتوبونو څخه دي.
هغه د اسوشیتدپرس سره په مرکه کې ویلي دي چې که د ایران د جمهور رئیس په حبث وټاکل شي د امریکا د جمهور رئیس سره لیدنې کتنې ته لیوال دی.
نظرپوښتنې او ارزونې ښیي چې ښاغی همتي د قضایي قوې د رئیس ابراهیم رئیسي څخه وروسته دی، هغه کاندید چې د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنهیي له ملاتړ څخه برخمن دی.
فعالینو ویلي دي چې ښاغلی رئیسي د خپل قضایي صلاحیتونو څخه په استفادې په پراخه توګه د بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده چې د سیاسي بندیانو اعدامول په کې شامل دي.
ښاوخوا ۶۰۰ کسانو هڅه کوله چې د ایران جمهوري ریاست ته کاندید شي، خو د ساتونکو شورا یوازې اوه تنو ته اجازه ورکړه چې پدغو سیالیو کې ګډون وکړي چې اکثر یې محافظه کاره دي.