د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي په مظاهرو کې "بهرني ایجنټان" لاس لري


د تهران په پوهنتون کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ سخت اخ و ډب شوی دی. تر اوسه د دوو کسانو وژنه تائید شوې ده.
د تهران په پوهنتون کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ سخت اخ و ډب شوی دی. تر اوسه د دوو کسانو وژنه تائید شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي ویډیوگانې ښیي چې د ایران په گوټ گوټ کې زرگونه کسان مظاهرې کوي او پولیسو پر مظاهره چیانو ډزې هم کړې دي.

د ایران یوه چارواکي حبیب الله خجسته پور د دوو اعتراض کوونکو وژنه تائید کړه، خو پړه یې پر "بهرنیو ایجنټانو" واچوله.

ښاغلي خجسته پور رسنیو ته وویل "په دې اعتراضونو کې د تکفیري ډلې او بهرنيو استخباراتو لاس ښکاري. له بده مرغه په دې اخ و ډب کې دوه ایراني اتباع وژل شوي خو د پولیس، پوځ یا امنیتي ځواکونو له خوا د مرمۍ یو ډز هم ندی شوی. "

په راپورونو کې ویل شوي چې په کرمانشاه، شهرکرد، بندرعباس، زنجان، خرم اباد او اهواز کې هم اعتراضونو دوام لري.

په ایران کې دننه ځینو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول ویلي چې شاوخوا ۸۰ تنه اعتراض کوونکي تېره شپه نیول شوي دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د تاوتریخوالي له ویرې او دهشت خپرونکو دغو اعمالو سره به مقابله وشي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اعتراضونو په اړه په ټویټر کې د ایران د ولس ملاتړ کړی دی.

"ټوله نړۍ پوهېږي چې د ایران خلک تغیر غواړي او د ایران رژیم د امریکا د متحدو ایالاتو د ستر پوځ تر ستر قدرت وروسته، د ایران له ولسه وېرېږي."

د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکي غړي جان مکېن هم ایراني لاریون کوونکو زړور بللي دي او پر ټوېټر یې لیکلي دي.

"د ایران خلک له ډېرې مودې راهیسې د خپل حکومت تر فشار لاندې ځپل شوي، داسې حکومت چې تر خپلو وګړو په بهر کې د بې ثباتۍ له خپرولو سره زیاته علاقه لري. امریکا له هغو زړورو مظاهرهچیانوسره ولاړه ده چې ازادي، سوله او په ایران کې د اداري فساد پای ته رسېدل غواړي."

ایراني چارواکو ویلي چې په ټولنیزو رسنیو باندې اکثره راپورونه د تهران له سیمه ایز سیال سعودي عربستان او په اروپا کې د تعبیدي ډلو څخه سرچینه اخیستي.

XS
SM
MD
LG