د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني وایي ایرانیان د مظاهرو حق لري خو عامه نظم دې نه خرابوي


په ایران کې د حکومت په ضد مظاهرې دوام لري. دا څلورمه ورځ ده چې په زرگونو تنه مظاهرچیانو لارو کوڅو ته راوتلي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د مظاهرو د پیلیدو نه وروسته یې په لومړي ځل غبرگون ښودلی، د مظاهرهچیانو نه غوښتي چې پر امنه وسي. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ایران ولس د احتجاج حق لري.

خو هغه مظاهره چیانو ته خبردارې هم ورکړ "حکومت به هغه کسانو ته صبر ونکړي چې دولتي ودانیو ته تاوان ورسوي، عامه نظم خراب کړي او په ټولنې کې بیچېني پیدا کړي."

د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو دوه ایپونه ، انستاگرام او ټیلېگرام هم بند کړيدي.

حکومتي چارواکو د یکشنبې په ورځ خبردارې ورکړیدی چې که مظاهره چیان خپلو کورونو ته بیرته لاړ نه شي نو د هغوي په ضد به سخت عملیات وشي. د یادونې وړ ده چې دا په دغه ملک کې د ٢٠٠٩ کال نه راپدیخوا د تر ټولو لوی مظاهرې دي.

په زرگونو تنو ایرانیانو د پنچشنبې د ورځې راهیسې د حکومت او د ملایانو په ضد مظاهرې پیل کړیدي.

پولیسو د مظاهرهچیانو د خپرولو لپاره په هغوي اوبه پاشلې دي خو د هغوي په خپرولو کې تراوسه ناکامه شویدي.

XS
SM
MD
LG