د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونکو پر ضد بیا فعالیت پیل کړ 


د ایران پولیسو د یکشنبې په ورځ، جولای ۱۶مه (چنګاښ ۲۵) د هغو ښځو پر ضد بیا "ګزمې" پیل کړې چې له حجاب پرته په عام محضر کې راڅرګندېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه، ۲۲ کلنه کردۍ مېرمن مهسا امیني چې د ناسم حجاب د اغوستلو په تور نیول شوې وه، د پولیسو په توقیف کې مړه شوه؛ هغه پیښه چې په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو لامل شوه.

په داسې حال کې چې د ایران په ښارونو کې د ګشت ارشاد په نامه پولیس شتون نه لري، ایراني مقاماتو د حجاب د قانون د پلي کولو لپاره نوي اقدامات پیل کړي دي. په دې اقداماتو کې په عامه ځایونو کې د کمرو نصبول او د هغو کاروبارونو بندول شامل دي چې حجاب نه مراعاتوي.

خو د ایران رسمي رسنۍ (ایرنا) اژانس راپور ورکړی چې د هغو ښځو د نیولو دودیزه طریقه چې حجاب نه اغوندي، یو ځل بیا کارول کیږي. ایرنا د تهران د پولیسو د ویاند سعید منتظر المهدي له قوله ویلي چې پولیس به پیاده او په موټرو کې ګزمې پیل کړي.

منتظر المهدي وویل: "له نن څخه په ټول هیواد کې د موټر او پیاده ګزمو په کولو او د پولیسو د زیاتو ماموریتونو په ترسره کولو سره، به موږ په ناچاره توګه له هغو کسانو سره مخ شو چې له بده مرغه، د عرف څخه بهر جامو اغوستلو پایلو ته پام نکوي او خپلې سرغړونې ته دوام ورکوي... د هغو سره به قانوني چلند وشي او د پولیسو د امرونو د نه منلو په صورت کې به عدلي او قضايي سیستم ته معرفي شي. "

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې ښځینه پولیس افسرانې هغه ښځې نیسي چې حجاب نه اغوندي. دا انځورونه په خپلواکه توګه نشي تائید کیدای.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په دغه هېواد کې د ښځو لپاره د حجاب اغوستل اجباري شول او هغه ښځې چې د حجاب اغوستل نه مني، تر دوو میاشتو پورې په بند محکومېږي.

د ایران د اصلاح غوښتونکې شرق ورځپاڼې نن خبر ورکړ چې څلورو ښځو ته چې حجاب یې نه و اغوستی سزا ورکړل شوې ده.

متحده ایالات، بريتانيا او اروپايي اتحاديې څو څو ځلې د اجباري حجاب پر ضد د مظاهرو په وړاندې د ایران د حکومت د ناسم چلند په وجه پر دغه هېواد بنديزونه دي.

XS
SM
MD
LG