د لاس رسي وړ اتصالات

دوه خبریالانې د مهسا امیني د مړینې په اړه د راپور د ترتیبولو په تړاو محاکمه کیږي


.
.

ایراني چارواکو د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۳(جوزا دوییم) وویل، چې هغه دوه خبریالانې، چې د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې یې د مهسا امیني د مړینې په اړه راپور ورکړی وو او اوس مهال بندیانې دي ددې میاشتې ترپایه به محاکمه شي.

د ایران د قضایه قوې یو ویاند وویل، چې د هم‌میهن، ورځپاڼې خبریاله الهه محمدي به د مۍ په ۲۹ او د شرق ورځپاڼې خبریاله نیلوفر حامدي به د مۍ د میاشتې په ۳۰ محاکمه شي.

نیلوفر حامدي لمړنۍ خبریاله وه، چې د ایران د ګشت او ارشاد د پولیسو په توفیف کې یې د ۲۲ کلنې مهسا امنیني د مړینې په اړه راپور چمتو کړی و؛ ددغه راپور خپریدل د ایران د حکومت پر خلاف په ایران او ددغه هیواد بهر د پراخو اعتراضونو سبب شو.

د ایران د حکومت په خلاف پراخه اعتراضي لاریونونه د تیر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د ۱۳ وروسته هغه مهال پیل شو، چې د ایران د کردستان ۲۲ کلنه ځوانه ښځه د "ګشت ارشاد" د پولیسو له خوا د حجاب نه مراعات کولو له امله ونیول شوه او د اخلاقي پولیسو مرکز ته یوړل شوه.

مهسا امیني څو ساعته وروسته په نازک حالت کې په امبولانس کې روغتون ته انتقال شوه او بیا درې ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د مهسا امیني د مړینې څو ورځې وروسته نیلوفر حامدي د ایران امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه.

د هم‌میهن ورځپاڼې خبریالې الهه محمدي هم خاورو ته د مهسا امیني د سپارلو په اړه یو راپور ترتیب کړی و. میرمن محمدي هم د۲۰۲۲ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې ده.

ایراني چارواکو ویلي، چې دغه دوه ښځینه خبریالانې امریکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ، د ملي امنیت پرضد د اقدام او د " نظام پرخلاف تبلیغ" په تورونو باندې تورنې شوې دي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د ایران له خوا پر نیلوفر حامدي او الهه محمدي باندې امریکا سره د همکارۍ لګیدلي تورونه رد کړي دي.

ښاغلي میلر ددغو دوو خبریالانو د دوسیو په اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" ددِغې ځانګړې پوښتنې په اړه، مونږ دا تورونه ردوو. څرګنده ده چې دا تورونه سم نه دي".

ددغو دوو خریالانو دوسیې په پایتخت تهران کې د ایران د انقلاب محکمې ۱۵ شعبې ته سپارل شوي دي.
د بشري حقونو سازمانونو ویلي، چې په ایران کې د حکومت پر خلاف اعتراضونو کې، چې مهسا امیني د مړینې وروسته پیل شو له ۵۰۰ څخه زیات اعتراض کوونکي او یو شمیر امنیتي ځواکونو منسوبین وژل شوي او په سلګونو نور اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي.

د ایران امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو د کنټرول لپاره له زور کار واخیست او په زرګونو اعتراض کوونکي یې ونیول.

د خبریالانو د مصونیت کمیټې (CPJ)، چې مرکز یې په نیویارک کې دی او په ایران کې د رسنیو فعالینو نیول څارې د تیر ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې وویل، چې د ایران حکومت تر هغه مهاله له ۶۰ زیات خبریالان نیولي و، خو یو شمیر خبریالان په ضمانت بیرته خوشې شوي هم دي.

د ایران حکومت زرګونه اعتراض کوونکي پر "ځمکه د فساد" په ګډون په مختلفو تورونو نیولي او تراوسه لږترلږه اوه تنه یې د حکومت پر ضد د اعتراضونو په تړاو په دار ځړولي دي، چې د ایران د حکومت دا اقدام د نړیوالو سختو غبرګونونو او انتقادونو سره مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG