د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ایران افغانستان ته د افغان کډوالو ستنولو بهیر چټک کړی


د طالبانو د حکومت د کډوالو اوستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر د چټکیدو خبر وکړی او ویلي دي، چې په تیره اونۍ کې په زرګونو افغان کډوال له دغه هیواد څخه افغانستان ته بیرته ګرځول شوي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر درییم ( لړم ۱۲) په یو رپوټ کې ویلي، چې د لړم د میاشتې له څلورمې ورځې د دغې میاشتې تر یوولسمې ورځې دوویشت زره افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته بیرته افغانستان ته ګرځول شوي دي.

د کډوالو اوستنیدونکو د چارو وزارت د راپور له مخې یوازې په تیرو دوو وروستیو ورځو کې ۳۶۳۲ افغان کډوال ایران سره د هرات او نیمروز ولایتونو د سرحدونو له لارې خپل وطن ته ستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي، چې د لړم د میاشتې په نهم او لسم باندې هم ۴۱۸۱ کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري ډول وطن ته ستانه شوي دي.

همداشان د طالبانو د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې اکثره کډوال چې په تیره اونۍ کې وطن نه راغلي په غیرقانوني ډول ایران ته تللي و.

دغه وزارت ویلي، چې په راګرځول شوو افغان کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د ستنیدلو پر مهال په نیمروز او هرات سرحدي سیمو کې د نړیوالو خیریه بنسټونو له خوا ورسره مرستې هم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر اساس پر افغانستان د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغان کډوال دیره و، چې ددغې ډلې څخه نږدې دوه میلیونو تنو یې په غیرقانوني ډول په دغه هیواد کې ژوند کاوه.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د سیاسي بدلون وروسته ۱.۵ میلیون افغان کډوال دغه هیواد ته ورغلي دي او همداشان هره ورځ په زرګونو تنه افغان کډوال دغه هیواد ته اروپايي هیوادونو ته د تګ په نیت ورکډه کیږي.

د کډوالو اوستنیدونکو د چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیر یو کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه اوه سوه زرو پورې افغان کډوال بیرته وطن ته راغلي دي، چې اکثریت یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي افغان کډوال دي.

XS
SM
MD
LG