د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د افغانستان ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کوربتوب ته چمتو یو


د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره لیدنه کې ویلي چې هیواد یې د افغانستان په اړه د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډې جوړېدو ته چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د محمد صادق خان د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي: "د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په اشارې چې تېر کال همدا وخت په تهران کې وشوه څرګندونې وکړې. د تهران د غونډې د پرېکړو عملي کول د افغانستان او سیمې امنیتي ګواښونه له منځه وړي او د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ ته د زمینې برابرېدو ساحه لا پراخوي."

ښاغلي عبداللهیان زیاته کړې چې اوس مهال څه باندې ۴.۵ میلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، چې څه باندې ۱.۵ میلیون یې په دغه هیواد کې تر سیاسي تحولاتو وروسته ایران ته تللي دي. هغه ویلي چې ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي چې ورسره یاد افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی چې هیواد به یې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګېدو څخه ملاتړ وکړي.

پر همدې مهال د افغانستان په چارو کې د پاکستان حکومت ځانګړي استازي محمد صادق چې دا مهال له ایراني چارواکو سره په هغه هیواد کې په لیدنو بوخت دی ویلي:" له افغانستان څخه د کډوالو زیات راتګ،د دغه هیواد د خلکو د ژوند د کچې ټېټېدل، د ناامنیو او مخدره مواد د قاچاق زیاتېدو له امله ایران او پاکستان زیات اغېزمن شوي دي."

ایران چې په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره نژدې اړیکې لري، په تیر یوه کال کې په افغانستان کې پر یو ټول شموله حکومت ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د افغانستان په اړه درې سیمه ییزې ناستې تر سره شوې چې لومړۍ یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په پاکستان تر سره شوه چې په هغه کې د ایران، چین، ازبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

تر هغه وروسته دوهمه ورته ناسته د ایران په کوربتوب تر سره شوه چې په هغه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون کړی و. په دغه غونډه کې هم په افغانستان کې پر ټول شموله حکومت ټینګار وشو.

دریمه ورته ناسته د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ میاشتې پر ۳۱مه د چین په کوربتوب تر سره شوه چې پکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG